اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د اطلاعاتو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورن??زې?? وئيلي دي د عمران خان د دروغو تورونو ځواب وركول او اولس ته ريښتيا وئيل زمونږ فرض دے۔ پاناما کېس چې څومره وړاندي ځي د عمران خان ياداشت كمېږي۔ د کېس پړېكړې تر راتلو به عمران په ذهني توګه لاعلاجه شوې وي۔ عمران خان او جهانګیر ترین الېکشن کمېشن كښې استثنیٰ غواړي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د استحقاق حق لرلو باوجود د درې نسلونو حساب وركوي۔ وزیراعظم پرېكړه كړې چې هغه به د عمران خان د دروغو تورونو څخه پاك وځي ولې چې هغه نه غواړي چې د كال 2018ء په ټاكنو كښې هغه د تورونو سره د اولس عدالت ته لاړ شي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې دې ووئيل وزيراعظم په قانوني طريقه دا كېس مخ په و ړاندې بوتلل غواړي۔ له دې كبله هغه عدالت كښې د دې كېسو چلولو خواست وركړے۔ د شريفې كورنۍ درې وكيلان عدالت كښې دلائل وړاندې كوي۔ مریم اورن??زې?? ووئيل عمران خان د خیبر پختونخوا اولس سره كړې لوظونه نه پال??۔ بلخوا د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت د روغتيا پروګرام پېل خېبرپختونخوا څخه كړې۔ دې عمران خان ته په ګډه د كار كولو بلنه وركولو سره ووئيل راځۍ چې ټول په سي پېك او نورو مهمو معاملو خبره وكړو۔
د عمران خان د بې بنسټه تورونو ځواب وركول او اولس ته ريښتيا وئيل زمونږ فرض دے
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2