اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د محصولات لپاره خاص مرستيال هارون اختر وئېلي دي پاكستان يو بشپړ ذمه وار هېواد دے٬د خپلې خاورې٬ منطقې څخه د ترهه ګرۍ ٬قاچاق او مني لانډرنګ خاتمې له لوظي يو۔د خالي په ورځ د امريكې كنټرول اينډ بارډر سېكورټي(اي ايكس بي اېس)اعلٰی كچ پلاوي سره په اېف بي آر ??اؤس كښې د ملاقات په مهال په خبرو كښې ده ووئيل زمونږ د كسټم څانګه د نړېوال معيارسره يو برابر ده او په ځينو ??ور??ونو كښې د منطقې ښه كسټمز كښې بهتره ده۔د امريكې اي ايكس بي اېس كنټري ډائرېكټرشيلي اتكين سن په مشرۍ كښې پ?? امريكائي پلاوي كښې د امريكې هوم اينډ سېكورټي محكمې او په پاكستان كښې د امريكې سفارت چارواكي هم شامل وو۔د ملاقات په مهال د فېډرل بورډ آف ريونيو غړي محمد زاهد كهوكهر او د اېف بي آر ??ور سينئر افسران هم موجود وو۔په دې مهال هارون اختر خان پلاوي خبر كړو چې زمونږ ټول نظام اوس مكمل كمپيوټرائز دے او مونږ د قاچاق او مني لانډرنګ په ضد په يادو شوو كلونو كښې ګڼ شمېر ګامونه پورته كړي۔ده د امريكې پ??اوي ته د پاكستان رامخې ته شوي معيشت په اړه بريفنګ وركړو كوم چې ښه والي پلو روان دے او د څو كلونو په مقابله كښې ډېر زيات ښه شوې۔ده ووئيل زمونږ جمهوري تجربه ډېر ښه پاتې شوې او بل دا چې جمهوري حكومت خپل پنځه كاله موده بشپړونكې ده۔د امريكې پ??اوي مشر د وفاقي وزير او اېف بي آر چارواكي د پاكستان كسټمز په اړه د معلوماتو په تبادله مننه وكړه۔ده اعتراف وكړو چې د پاكستان كسټمز كارك??دګ?? د منطقې د ځينو هېوادونو څخه زياته ښه ده۔ده ووئيل مونږ د پاكستاني تجربو څخه استفادې كولو ته سترګې پ?? لار يو او يو يا دوو پاكستانو اسټركټرز ته د امريكې هوم لينډ سېكورټي ډيپارټمنټ تربيې او د استعداد كار زياتوالي پھ پروګرامونو كښې شاملولو له خوښي لرو
پاكستان يو ذمه وار هېواد دے٬د خپلې خاورې څخه د ترهه ګرۍ ٬قاچاق او مني لانډرنګ خاتمې له لوظي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر