ا??لا?? آباد۔20ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت د هېواد د معدنيات پانګو څخه بشپړه ګټه پورته كولو لپاره جامع لائحه جوړوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د معدني پرمختيائي پروګرام پحقله د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې وفاقي وز??را??و حماد اظهر، اسد عمر او د اړوندو څانګو وفاقي او صوبائي لوړ پورو ګډون كولو۔ غونډه د معدني پرمختيائي پروګرام نكات او مجوزه اقداماتو په اړه خبر كړې شوه۔ غونډې ته ووئيل شول څانګې ته د رامخې ته مسئلو په ګوته كولو سره قانوني او انتظامي اسټركچر او د سرمايه كارۍ موقع وده زياتېږي او د ماحولياتي تحفظ تر مخه پروګرام مرتب كېږي۔ په غونډه كښې ?? هېواد د معدنيات پانګو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول په هېواد كښې ?? غره مالګه٬ د چونې كاڼې٬ جپسم٬ د چينو خاوره، سلېک شګه او نور يو شمېر صنعتي معدنيات موجود دي، پاکستان كښې ?? کرومائټ، پيتلو، سرو زور ، سپينو ، اوسپنې، لېډ او د زنك دھاتي پانګې هم موجود دي او دغسې د سنګِ مرمر، ګرېنائټ او د شګې د كاڼو هم پراخه پانګې شته ۔ غونډې ته ووئيل شول پکھراج، زمرد، روبي، ټورمالين (ترمري) او اېکواميرائن (نيلګوں بلور) غوندې قېمتي كاني او د سكرو ذخيرې هم په زياته كچه دلته موجود دي۔ غونډه خبر كړې شوه چې په چنيوټ او کالا باغ كښې ?? اوسپنې په ذخ??رو كښې ??رمايه كارۍ لپاره لائحه په حتمي پړاٶ كښې ??ه۔ غونډه د څلورو واړو صوبو نه علاوه په ګلګت بلتسان كښې ?? موجوده ممكنه ذخ??رو نه هم خبر كړې شوه او د څانګې پرمختګ لپاره د تحقيق د ودې اقدامات به هم په پروګرام كښې ??امل وي۔ وزيراعظم پروګرام ته زر تر زره د حتمي شكل وركولو امر كولو سره ووئيل د معدنيات په څانګه كښې ?? سرمايه كارۍ بشپړ صلاحيت شته، پاکستان د قدرتي وسائلو نه ډك دے او دې څخه ګټه پورته كولو ته حكومت پام لرنه كوي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د معدني ترقياتي پروګرام په اړه د لوړې كچې غونډه
مضمون کا ماخذ : sorteios quina