اسلام آباد۔10اپرېل(اے پی پی)په 10 اپرېل 1973 قامي اسمبلۍ كښې مولانا مفتي محمود د آئين منظورۍ نه پس دعا كړې وه او 50 كاله پس د ګولډن جوبلي كنونشن په موقع د هغه نوسي مولانا اسعد محمود اجتماعي دعا وكړه ۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د آئين ګولډن جوبلي په لړ كښې راجوړ كنونشن په اختتام د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف مولانا اسعد محمود ته ووئيل چې هغه د خپل نيكه غوندې چا چې د نن نه 50 كاله وړاندې هم په دې ورځ د آئين په منظورۍ دعا كړې وه٬نن د دې ګولډن جوبلي په موقع د اجتماعي دعا مشڅي وكړي ٬ په دې مولانا اسعد محمود اجتماعي دعا وكړه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن