نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار ډی 08 خارجه وزيرانو كونسل لپاره غیر معمولی غونډه كښې ګډون له استنبول ته ورسيد


استنبول 08 جون (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار ډی 08 خارجه وزيرانو كونسل غیر معمولی غونډه كښې ګډون لپاره د تركیې استنبول ښار ته رسيدلې دے۔د خارجه دفتر د اړخه د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې استنبول ته راتګ د استنبول ډپټی ګورنر مصطفیٰ عاصم الجان او تركیه كښې د پاكستان سفیر یوسف جنید د نائب وزیراعظم محمد اسحاق ډار هركلے وكړو۔د ډی 08 خارجه وزيرانو كونسل په غونډه كښې به په غزه كښې د غیر انسانی او غیر قانونی جنګ خاتمې لپاره سمدستي او غیر مشروط جنګ بندۍ په اړه د نړيوالي ورورولۍ د ذمه وارو جاج اخستلے شي۔