اسلام آباد ۔ 28 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د سائنس، ټېکنالوجی او انجینئرنګ په څانګو كښې زده كوؤنكو ته معياري تعليم وركول د قامي معيشت استحكام له ډېر مهم دي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د اېن اېف سي انسټي ټيوټ آف انجینئرنګ اېنډ ټېکنالوجی اولني سېنټ ميټنګ مشري كولو په مهال وكړه۔ اولس مشر ووئيل پوهنتونونه بايد اعلی معيار په ځائې ساتلو ل?? انفراسټرکچر د نوؤ تقاضو ترمخه پياوړې جوړ كړي دغسې چې زده كوؤنكي يو داسې چاپېرچل ومومي چرته چې دوئي خپل غوره صلاحيتونه كارولو سره د هېواد او قام نامه روښانه كړي۔ ده ووئيل قام د غوره افرادي قوت نه غېر پرمختګ كولې نه شي۔ اولس مشر هيله ولرله چې د انسټی ټیوټ سېنېټ به ادارې ته د پېښو مسئلو حل كولو كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ اولس مشر هدايت وكړو چې د سېنېټ غونډې بايد د معمول ترمخه وكړې شي دغسې چې مسئلې په وخت حل كړې شي او دا ادارہ د سېنټر آف اېکسېلنس په توګه رامخې ته شي۔ میټنګ كښې د اېن اېف سی انسټی ټیوټ آف انجینئرنګ اېنډ ټېکنالوجی 2017-18ء بجټ منظوری هم وركړې شوه او د زده كړو ٬ انتظامي ٬ مالي او امنيتي چارو په اړه هم مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ په دې مهال د اېن اېف سی انسټی ټیوټ آف انجینئرنګ اېنډ ټېکنالوجی وائس چانسلر ملازمت موده كښې د دوه كالو پراختيا هم وكړې شوه۔
د سائنس، ټېکنالوجی او انجینئرنګ په څانګو كښې زده كوؤنكو ته معياري تعليم وركول د قامي معيشت استحكام له ډېر مهم دي
مضمون کا ماخذ : ریل رش