اسلام آباد ۔ 24 جنوری (اے پی پی) د قامي احتساب بېورو چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال په مشرۍ كښې نېب هېډ كوارټرز كښې يوه غونډه وشوه كومه كښې چې د نېب د مجموعي كاركردګۍ جاج واخستلې شو۔ د نېب وياند لخوا د جاري كړې بيان ترمخه غونډې ته ووئيلې شو د نېب چيئرمېن جسټس(ر) جاوېد اقبال تېر كال د خپلو ذمه وارو ??رلاسه كولو نه وروستو نه يوازې ” احتساب ټولو لپاره” پالیسی جوړه كړه بلكې د نېب نعره ئې ” د نېب ایمان – له کرپشن پاك پاکستان” ګرځولو سره هې??اد څخه بدعنواني ختمولو له د نېب ټولو افسرانو او اهلكارو ??ه هدايت كړې چې هغوي محنت او شوق سره د سپېځلتيا ٬ مېرټ او قانون ترمخه خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ د نېب چيئرمېن په تېرو 13 مياشتو كښې نېب د هې??اد د باور وړ او فعاله اداره جوړه كړه د كومې اعتراف چې ملي او بهرنيو معتبر ادارو هم كړې ۔ ده ووئيل نېب ته 11اکتوبر2017 څخه تر 31 دسمبر 2018ﺀ ټول 54344 شکایتونه ترلاسه شوي ۔ د قانون ترمخه د دغه شكايتونو سكروټني نه وروستو د 2125 شکایتونو كره كتنه، 1059 انکوائرۍ او د 302 انوسټی ګېشنز منظوری وركړې شوې۔ ده ووئېل 561 كسان نيولو سره د بدعنوانۍ 540 رېفرنس احتساب عدالتونو كښې جمع كړې شوي۔ دغسې نېب په ياده شوې موده كښې بدعنوانه كسانو څخه د قوم لوټ كړې ??زد?? 3919.011 ملینه روپۍ برآمد كولو سره قامي خزانه كښې جمع كړې كوم چې يو ريكارډ دے ۔ كال 2018ﺀ كښې د نېب د سزا وركولو شرح 70.8 فیصد وه كومه چې يوه مثالي شرح ده۔ ده ووئېل نېب ته تر دې دمه 408431 خواستونه ترلاسه شوي په كومو كښې چې نېب د 14069 شکایتونو كره كتنه ٬ 9400 انکوائرۍ او د 4122 انوسټی ګېشنز منظورۍ نه ځانله 3813 كسان نيولي او د دوئي په ضد د بدعنوانۍ 3488 رېفرنسز بېلو احتساب عدالتونو كښی جمع كولو سره ??زد?? 289.991 اربه روپۍ برآمد كړې او قامي خزانې كښې ئې جمع كړې كوم چې يو ريكارډ دے ۔ وياند ووئېل دا مهال په احستاب عدالتونو كښې د بدعنوانۍ د 1219 رېفرنس اورېدنه روانه د كومو ماليت چې ??زد?? 895.135 اربه روپۍ دے۔ د نېب چيئرمېن جسټس(ر) جاوېد اقبال ووئيل هې??اد څخه د بدعنوانۍ ختمول زمونږ قامي ذمه واري ده۔ د نېب تر ټولو ورومبې ترجيح مېګا كرپشن كېسونه خپل منطقي انجام ته رسول دي۔ ده ووئيل بدعنوان عناصر ٬ اشتهاريان او تښتېدلې ملزمان دې د قانون ترمخه انصاف سره مخامخ كړې شي دغسې چې دوئي څخه د قوم لوټ كړې قامي خزانه كښې جمع كړې شي۔ ده ووئيل نېب د هې??اد يوازنۍ اداره ده كومې چې وائټ کالر مقدمې منطقي انجام ته رسولو له د 10 مياشتو موده ټاكلې ده۔ ده ووئېل اسلام آباد كښې اسټېټ آف دی آرټ فرانزک لېبارټری جوړه كړې شوې كومې څخه چې د دستاوېزاتو تصدیق ، موبائل ډېټا او د فنګر پرنټس پېژندګلو سره سره د مېګا كرپشن مقدمو كښې د پخو ثبوتونو په لاس راتللو له ??رس??ه ترلاسه كېږي
د نېب چيئرمېن جسټس (ر) جاوېد اقبال په مشرۍ كښې غونډه –
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha