اسلام آباد 02 مارچ(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د خذمت رسنې ښه والي او مطلوبه مقصدونو ترلاسه كولو لپاره په بيورو كريسي كښې د سمدستي پريكړې كولو جذبې پېدا كولو په حادت زور راورولو سره وئېلي دي چې د بيورو كريسي لخوا د سست پريكړې كولو په نتيجه كښې د ناقص ګورننس سره سره د هېواد د پرمختګ په لاره كښې هم خنډان پېدا كېږي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ په ايوان صدر كښې د نېشنل سكول آف پبلك پالېسي(اېن اېس پي پي)بورډ آف ګورنرز غونډې مشري كولو په مهال كړی۔په غونډه كښې د فنانس ډويژن سپېشل سېكرټري اويس منظور سمرا٬د اسټېبلشمنټ ډويژن سپېشل سېكرټري عصمت طاهره٬د اېن اېس پي پي ريكټر ډاكټر اعجاز منير او د اېن اېس پي پي بورډ ګورنرز ايګزېكټو كمېټۍ سېكرټري نديم محبوب ګډون وكړو۔د بورډ آف ګورنرز غړو جاوېد صادق ملك٬منير كمال٬زيد بن مقصود٬محمد حنيف چنه او ډاكټر حفيظ احمد جمالي د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو۔په دې موقع وېنا كولو په مهال صدر د ښه حكمرانۍ او موثر خذمت رسنه باوري كولو لپاره سركاري ملازمينو ته د جديد علم او تكنيك وركولو په حادت زور راوړو۔بورډ آف ګورنر اېن اېس پي پي ته د ځوانانو پروفيشنلز په توګه انټرنيز بهرتۍ كولو اجازه وركولو تجويز منظوري وركړه۔صدر مشوره وركړه چې د ځوانانو پروفيشنلز صلاحيت زياتولو لپاره د موزو او موثر انټرنيز خذمات ترلاسه كړې
د خذمت رسنې ښه والي او مطلوبه مقصدونو ترلاسه كولو لپاره په بيورو كريسي كښې د سمدستي پريكړې كولو جذبې پېدا كولو ته اړتيا ده
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی