اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف او خواجه سعد رفیق وئيلي دي مسلم لیګ (ن) د احتساب څخه نه ېرېږي٬ وزیر ??عظم محمد نواز شریف هر ځائ احتساب له چمتو دے٬ ملي پرمختګ او د اولس مسئلو هوارولو ته مونږ پام لرنه كوو او ځكه به د سترې محكمې سره سره د اولس په عدالت كښې هم بريالي كيږو ٬ د وزیراعظم نه حساب غوښتونكے عمران خان دې د شوکت خانم روغتون په نامه د اولس د حېرات او زكواة هم حساب وركړي۔ د زيارت پ?? ورځ په سترې محكمه كښې د پاناما ليكس پحقله د كېس اورېدنې نه پس ميډيا سره خبرو كښې دواړو وزيرانو ووئيل وزیراعظم محمد نوازشریف خپل ځان هر ځل احتساب له وړاندې كړې او تختېدلې نه دے٬ په پاناما ليكس عدالتي كمېسون جوړولو له ئې ستر قاضي ته چيټۍ ليكلې وه او ورستو په دې معامله پارلم??ني كمېټۍ څخه ټي او آر وغوښتلې شول خو مخالفه ډله احتساب له سنجيده نه ده٬ دوي ووئېل د سترې محكمې پرېكړه به منو۔وفاقي وزيرانو ووئېل د عمران خان په مسقط ، لندن او فرانس كښې زمكې شته٬ عمران دې دا خبره وكړي چې امتیاز حېدری څوك دے چې د ھغه په كمپنۍ كښې ئې د زکواۃ اوعطیات روپۍ لګولې او د ھغې حساب به وركول وي۔ خواجه سعد رفیق ووئيل دا معامله ستره محكمې ته تللې اوس د نومبر په 2مه نيټه د دهرنې او د اسلام آباد بندولو جواز نه جوړېږي۔ ده ووئيل محمد نوازشریف په اسمبلۍ، ټاكنو كمېسون او اوس په ستره محكمه كښې حساب كتاب وړاندې كواو له چمتو دے او دې سره سره ھغه د اولس په عدالت كښې هم وړاندې كېدو نه نه ېرېږي۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې د ټي او آر مقصد يوازې نوازشریف په نښه كول ٶ٬ مونږ تل په صبر د مخالفې ډلې خبرې اورېدلې او اوس هم د زغم څر??ند??نه كوٶ٬ ده ووئېل دړكو څخه به هېواد ته زيان ورسي د كومې چې مونږ اجازه نشو وركولې
مسلم لیګ (ن) د احتساب څخه نه ېرېږي٬ وزیر اعظم محمد نواز شریف په هر ځائ احتساب له چمتو دے
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر