پېښور 12 جولائي( اے پي پي) د وزیراعظم سلاحكار انجینئرامیرمقام وئيلي دي د وزیراعظم نوازشریف او د ھغه د ټولې كابينې كار هېواد او قام د پرمختګ په لوري روانول دي او د اوسنۍ مخالفې ډلې كار د پرمختګ په لاره كښې خ??ډا?? راولاړ دي۔ده دې خيالاتو څرګندونه ده په مانسهره كښې صالح محمد ته د ھغه د مور په مړينه د لاس نيوې نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير سردارمحمد یوسف،د صوبائي اسمبلۍ غړي صالح محمد،سردارفرید،شیرازخان،محمدرشاد خان، سردارظهوراو نور شخصيات موجود وو۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) به د خپلې ښې كاركردګۍ په سوب د كال 2018 په ټولټاكنو كښې هم كاميابي بيا مومي ۔ده ووئيل په پاناما ليكس سياسي شور كوٶنكې دې وړومبې د خېبر ليكس ٬ پېډوليكس او سونامي ليكس حساب وركړي ۔دستورې ته د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف او صالح محمد هم وېنا وكړه ۔ دواړو مشرانو د انجینئرامیرمقام مانسهرې ته په راتګ او كارمندانو ته په وېنا كولو مننه وكړه ۔
د وزیراعظم نوازشریف او د ھغه د كابينې كار هېواد او قام د پرمختګ په لوري روانول دي۔ انجینئر امیر مقام
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت