اسلام آباد 22مئی(اے پی پی)قامي اسمبلۍ د يو متفقه قرارداد منظوري وركړ?? چې پكښې په 9 مئي د رامخې ته شوو پیښو سخته غندنه كولو سره پاك پوځ سره د يووالي او ملاتړ څرګندونه شوې۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف قرارداد وړاندې كولو كښې ووئېل دا ايوان په 9 مئي 2023 د هېواد په ځينو برخو كښې د رامخې ته شوو زړه خفه كوونكو ٬د شرم وړ پیښو كومو سره چې قامي تشخص داغدار شوے غندنه كوي او ??ا ايوان د پاكستان په ??سل?? والو ځواكونو د بشپړ باور سره سره هغوي سره د يووالي او ملاتړ څرګندونه كوي او پخلے كوي چې 9 مئي به د تورې ورځې په توګه لمانځلے شي٬دا ايوان غوښتنه كوي چې هغه ټول كسان كوم چې د راپارولو په منصوبه سازۍ ٬سهولت كارۍ يا اور لګولو٬پوځي تنصيبات سره سره په سركاري او نجي املاك بريدونو كښې ككړ دي د هغوي په ضد دې د هېواد د موجوده قوانين پشمول د ترهه ګرۍ مخ نيوي ايكټ 1997 ايكټ 1952 ايكټ او پاكستان پينل كوډ 1860 له مخې مقدمات جوړ كړے شي۔دا ايوان هدايت كوي چې ټول اړوند چارواكي دې د سوشل مېډيا په قواعد او ??وابط عملدرآمد وكړي دغس?? چې د هېواد د ادارو په ضد د پاكستان دننه او ??هر څخه د پروپیګنډې په سختۍ سره مقابله وكړې شي دغس?? چې په پروپيګنډه كمپائن كښې ككړو كسانو په ضد د قانون له مخې سخته كاروائي وكړې شي۔ ۔قرارداد كښې وئېلي شوي مونږ د موجوده جيو سټريټجك صورتحال له مخې قامي اتحاد٬همغږۍ او ??ماليت لپاره د خپل عزم پخلے كوو او ?? هېواد غېر مستحكم كولو هڅه كوونكي ټول رياست مخالف عناصر مسترد كوو٬د ټولو سياسي مسئلو حل تل پارليماني او ?? جمهوري اصولو په دائره كښې پاتې كېدو سره پكار دے او ?? رياستي ادارو٬سركاري او ?? نجي املاك په ضد تشدد د قبلولو وړ نه دے۔دغسې قامي اسمبلۍ د قرارداد په يوه خله منظوري وركړه۔
په قامي اسمبلۍ كښې په 9مئي د رامخې ته شوو پېښو غندنې له قرارداد منظور كړے شو
AG online online entertainment official website
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر