لندن 16 نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د برتانیې پخواني وزيراعظم ډېوډ کېمرون سره لندن كښې ليدلې دي ۔ د ملاقات په مهال د پاكستان او برتانيې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د منطقې د وضعې پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې۔ د داخله وزارت وياند له مخې په دې موقع داخله وزير د ډېوډ كمېرون تاريخي بيان ” د پاكستان دوست د برتانيې دوست او د پاكستان دښمن د برتانيې دښمن دے ” حواله وركولو سره ووئيل د پاكستان اولس د ډېوډ كېمرون ډېر احترام كوي چا چې خپل حكومت كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې بام ته رسولو له بشپړ كردار ترسره كړے۔داخله وزير ډېوډ كېمرون ته ووئيل پاكستان كښې جمهوريت٬ ادارې او په خاص توګه د پاكستان اولس به ستاسو مرسته او رښتني ملګرتيا ياد ساتي۔ وياند له مخې دواړو م??را??و د پاكستان او برتانيې اړيكو پحقله خبرې وكړې او بېلا بېلو څانګو كښې د هدفونو ترلاسه كولو پېشرفت جاج هم واخست۔ د برتانيې پخواني وزیراعظم منطقه او په خاص توګه افغانستان كښې ټيكاٶ لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه و??ړه ۔ ده ووئيل زه به په ذاتي توګه د پاكستان او برتانيې ترمېنځه اړيكي لا مستحكمولو له كردار ترسره كوم ۔ ده د پاکستان اولس او حكومت لخوا سباٶن كښې د نېكو هيلو څرګندونه و??ړه
د كورنيو چارو وفاقي وزير د برتانيې پخواني وزيراعظم سره وليدل
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں