د موسمياتي بدلون له امله اوسنو بارانونو كښې پاكستان تر ټولو زيات ځپلے شوے۔ د وفاقي وزيراحسن اقبال د اېن ډي اېم اے چيئرمېن سره خبري كنفرنس
Double ball roulette integrity platform
APP28-170822
ISLAMABAD: August 17 - Federal Minister for Planning & Special Initiatives Ahsan Iqbal briefing the media about progress on implementation of relief operations in flood-hit areas at NDMA office. APP photo by Umar Qayyum
اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د موسمياتي بدلون له ??مله په اوسنو بارانونو كښې پاكستان تر ټولو زيات ځپلے شوے٬د بارانونو له ??مله په بلوچستان كښې تر ټولو زيات ځاني او مالي زيان شوے٬د ماحولياتي بدلون څخه چرته چې كوم باران شوے ؤ اوس هلته نور هم زيات بارانونه ش??ي۔?? دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز سره شريك خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړی۔ده ووئيل د بارانونو له ??مله ?? ځپليو كسانو مالي مرسته كوو٬د بارانونو په ځپليو سيمو كښې د انفراسټركچر بحالۍ لپاره كار كوو۔وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښې د اوسني سېلاب له ??مله ?? شوي زيان اندازه لګولو لپاره ??ه وفاقي او صوبائي حكومتونه په ګډه سروے كوي٬دې څخه به دې كورنيو سره مرسته كولو له مرسته ترلاسه شي چا چې په تباهۍ كښې د خپلو كورونو نه لاس وينځلې ۔ده ووئيل په سباؤن كښې د آفات په وجه د كېدونكې زيان كمولو لپاره د موسمياتي صورتحال له مخې به د انفراسټركچر جوړولو لپاره پرمختيائي شراكتدارو ته منصوبې هم وړاندې كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل وفاقي حكومت د سېلاب په مهال ځپليو كورنيو ته د 10 لكه روپو معاوضه وركولو هم اعلان كړے۔ده ووئيل دا معاوضه 80 فيصده خلقو ته وركړی شوې۔احسن اقبال ووئيل وزيراعظم شهباز شريف هم د بلوچستان سېلاب ځپليو سيمو لپاره په سمدستي توګه د خاص پېكج جاري كولو پريكړه كړې۔ده ووئيل آفت ځپليو سيمو كښې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام معيار له مخې كورنيو ته به يو پیكج وركولې شي دغسې چې هغوي د راشن پشمول خپل هنګامي ضروريارت پوره كړي۔په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل اختر نواز ووئيل د سېلاب له ??مله ??راوسه 630 كسان مړه او 1130 ژوبل ش??ي۔??ه ووئيل د دې آفت له ??مله 72 زره 500 كورونو ته زيان رسېدلے۔ده ووئيل 8 زره 700 كسان محفوظو ځايونو ته منتقل كړے ش??ي۔??ه ووئيل د مرستې كېمپونه جوړ كړے شوي او ځپليو كسانو ته راشن وركولې كېږي او د هغوي د صحت خيال ساتلو لپاره هم انتظامات ش??ي۔?? اېن ډي اېم اے چيئرمېن ووئيل اړوندې محكمې د اولس ځانونو تحفظ لپاره چمتو دي٬د نن څخه پیل شوو بارانونو له ??مله ??ندونو كښې د اوبو كچه زياته شوې٬اېن ډي اېم اے او وفاق په ګډه په دې سخت وخت كښې كار كوي٬ 9 لكه خلقو ته راشن وركړے شوے۔ده ووئيل په ځپليو سيمو كښې مېډيكل كېمپس جوړ كړے شوي٬د سېلاب له ??مله ځپليو سيمو ته خوراك٬داروګان٬كمبلې٬مچهردانۍ وركړی شوي٬شپه ورځ كار كوو چې د خلقو په ستونزو كښې كمے راشي