كوئټه 05 اكتوبر(اے پي پي)صدر مم??كت آصف علي زرداري وئېلي دي چې نن مونږ د خپلو راتلونكو ن??لونو جوړېدو كښې د استاذانو د كردار په اعتراف كښې د استاذانو نړيواله ورځ لمانځؤ٬ استاذان د كومې هم ټولنې معمار وي ځكه چې هغوي د ځوانانو پرورش كوي٬ قابل استاذان خپلو زده كونكو كښې تن??يدي سوچ٬ تخليقي صلاحيتونه او اخلاقي اقدار پېدا كولو سره د هغوي ذمه دار او ګټور وګړي جوړوېدو كښې مرسته كوي۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مم??كت آصف علي زرداري د استاذانو نړيوالې ورځې (5 اكتوبر 2024) په موقع خاص پیغام كښې په دې خبره زور راوړو چې استاذانو له اخلاقي اقدار٬محبت٬رواداري٬شريك احترام او ورورولۍ ته وده وركولو سره د زده كونكو اخلاقي تربيت كول پكار دي۔ده وئيل چې مونږ د دې خبرې نه خبر يو چې استاذان د تربيت او پيشه وارانه پرمختګ موقعو ن??توالي په څير چېلنجونو سره مخ دي۔صدر مم??كت ووئيل چې مونږ له به استاذان د خپلو ذمه واريو كاميابۍ سره د ترسره كولو جوګه كولو لپاره ضروري صلاحيتونه كارول وي۔ده ووئيل چې د استاذانو د بهرتو٬مسلسل تعليم او تربيه او د هغوي اسناد لپاره معيار ټاكلو ته اړتيا لرؤ۔ دغسې تعليمي نتيجې ښه جوړولو لپاره نګرانۍ او كاركردګۍ هم ضرورې ده۔ صدر مم??كت ووئيل مونږ له به استاذانو لپاره په زړه پورې چاپېريال باوري كول وي دغسې وي چې هغوي په ښه ډول خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل چې د استاذانو علم او تجربې زمونږ تعليمي نظام ښه جوړولو كښې هم ګټورې ثابتېدې شي٬د يو مهذب او تعليم يافته ټولنې جوړولو لپاره د تربيت يافته او عزت لرونكو استاذانو پشمول عمله د ډېر اهميت وړ ده۔ صدر ووئيل چې راځۍ مونږ خپل استاذان خپلواكه جوړولو او هغوي ته د هغه عزت٬ تعارف او آسانيو وركولو عزم پخلې وكړو د كوم چې هغوي مستحق دي٬ راځۍ چې د استاذانو د كار د استعداد زياتولو او د دوئي په پېشه ورانه پرمختګ د سرمايه كارۍ د لارې د خپل تعليمي نظام ښه كولو عزم وكړو۔
استاذان د كومې هم ټولنې معمار وي٬ قابل استاذان د خپلو زده كونكو ذمه وار او ګټور وګړي جوړيدو كښې مرسته كوي: صدر مملكت
रॉयल क्रूज़ लाइन विश्वसनीय सट्टेबाजी प्लेटफार्म
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج