واشنګټن۔26 اپرېل(اے پی پی) په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان وئيلي دي په ګاونډ كښې د مخاصمانه رويو لرونكو هېوادونو د لاسه پاكستان قوي دفاعي صلاحيتونو ته اړتيا لري۔ ده د قطبي کېرولینا ښار د شارلټ ورلډ افېئر کونسل ترسېوري لاندې ر??جوړې كړې دست??رې???’اېمبېسېډر سرکل سیریز‘‘ په مهال هيله ښكاره كړه چې امريكا به پاكستان سره دفاعي اړيكې روانې ساتي۔ ده ووئيل د امريك?? او پاكستان ترمينځه ستراتيجيكي همكاري پاتې شوې٬ زمونږ ترمينځه لوظنام?? او اختلافات دواړه پاتې شوي خو مونږ د تېرو 7 نيمو لسيزو په مهال يو بل سره قوي همكاران پاتې يؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ خطر اوس هم موجود دے ٬ دا ختم شوے نه دے ولې چې امريكا (افغانستان) څخه بېرته راغلې ۔ مسعود خان ووئيل ترهګري نه يواځې پاكستان او افغانستان لپاره بلكه منطقه كښې امريك?? او اتحاديانو لپاره هم يو لوئي خطر دے۔ ده ووئيل پاكستان او امريكې له به د ټولو سفارتي او نورو سوله ايزو ذريعو د لارې سيمه ايز امن او استحكام لپاره كار كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به په غېر عسكري څيزونو تجارت له سرمايه كاري كول وي او په پاكستان كښې د امريكې نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كاري (اېف ډی آئی) به زياتول وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان او امریکې ترمينځه مضبوطې اړيكې موجود دي٬ پاکستان نه يواځې د پوځ په محفوظه توګه ويستلو بلكې د 75 زره افغان وګړو په نقل مكانۍ كښې د امريكې مرسته كړې۔ پاكستاني سفير په دې خبره رڼا واچوله چې امريكائي وېنچر کیپیټلسټس ټیک سټارټ اپس ته فنډز وركوي او نزدې 80 امریکائي كمپنۍ په كومو كښې چې زياتره فارچیون 500 دي ٬ پاكستان كښې ګټورې منصوبې روانې ساتل?? دي۔ د هېواد د سېلګرۍ صلاحيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سېلګرۍ بېل قسمونه دي په كومو كښې چې اېډونچر، مذهبي او ماحولیاتی سېلګري شامله ده كومه چې د ګردې نړۍ د لكھونو په شمېر سېلانيان راغب كوي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده د انفارمېشن ټېکنالوجي (آئی ټی) ، اے آئي ، بلاک چینر، روبوټکس، تھری ډی پرنټنګ او د ټېک سټارټ اپس په شمول نوې ټیکنالوجیز كښې د همكارۍ مضبوطولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل ټېک اسټارټ ا??س امریکا، پاکستان او منطقې لپاره د كاروبار نوې موقعې ر??مخې ته كوي۔
په ګاونډ كښې د مخاصمانه رويو لرونكو هېوادونو د لاسه پاكستان قوي دفاعي صلاحيتونو ته اړتيا لري ٬ په امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان دستورې ته خطاب
Super Golf Course Entertainment Official Entrance
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم