اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي هېواد ته د رامخې ته چېلنجونو او مسئلو حل لپاره په قامي كچه د اتفاق رائے راپېدا كولو په ??رورت زور رواړلو سره وئيلي دي هېواد ته د سياسي تقسيم او معاشي ستونزو غوندې چېلنجونه ورمخې ته دي، هيله لرو چې راتلونكے ټاكلے حكومت به د دې مسئلو او چېلنجونو لپاره په ??نجيدګۍ سره كار وكړي۔ د شورو په ورځ د الېكشن كمېشن كورېج كوٶنكو خبريالانو ته د ماسپخين مېلمستياﺀ وركولو په موقع غېر رسمي خب??و كښې ده ووئيل حكومت د ترهګرۍ د چلېنج مخنيوي عزم لري٬ د هېواد مسئلو او چېلنجونو حل لپاره د اهل قيادت ټاكنه ضروري ده ، هيله لرو چې د فرورۍ په ??تمه نيټه د ټاكنو څخه وروستو به چې كوم ټاكلے حكومت جوړ شي ھغه به د هېواد او اولس بهترۍ لپاره كار وكړي۔ ده ووئيل نګران حكومت د آئين له مخې كار كوي٬ هڅه ده چې كومې ذمه وارۍ راپغاړه شوي په ښه ډول ئې ترسره كړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د لېول پليئنګ فيلډ ګېله هر څوك كوي٬ مسلم ليګ ن په ??ندھ او پيپلز پا??ټي په پنجاب كښې دا ګېلې لري٬ د جے يو آئي پشمول يو شم??ر نور ګوندونه هم دا ګيله كوي۔ ده ووئيل اليكشن كمېشن سپېځلو ٬ خپلواكه او بې پرې ټاكنو لپاره هر ډول م??كن اقدامات كوي۔
هېواد ته د رامخې ته چېلنجو او مسئلو حل لپاره په قامي كچه اتفاق رائے پېدا كولو ته اړتيا ده۔ د نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي خبريالانو سره غېر رسمي خبرې
Fortune Five Official Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ