اسلام آباد۔25ستمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزارت او پاك چائنه انسټيټيوټ په ګډه د سي پېك په منصوبو د ګرد هېواد په كچه د فوټو ګرافۍ مقابله پېل كړې ده په كومه كښې به چې د بېلټ اېڼد روډ انېشي اېټو (بي آر آئي) لاندې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبه شوې پېشرفت په ډاګه كولې شي۔ په دې لړ كښې د ګل په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر ظهور احمد په مشرۍ كښې يوه غونډه وشوه په كومه كښې چې د ګرد هېواد په كچه د بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو پراجېكټس فوټو ګرافۍ مقابلې انتظاماتو جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د پاكستان چ??ئن?? انسټي ټيوټ مشر مصطفي سيد په شمول اېګزېکټو ډائرېكټر جنرل / پرنسپل انفارمیشن آفیسر (پی آئی او) محمد عاصم کھچی، ډائرېکټر جنرل اېکسټرنل پبلسټی ونګ محترمه عنبرین جان، ډپټی ډائرېکټر جنرل پی آئی ډی رئیسه عادل او د اطلاعات وزارت او دې سره د اړوندو څانګو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ د اطلاعاتو وفاقي سېكتر د فوټو ګرافۍ مقابلې پ?? پېل كولو او د دې وړاندېز په وركولو د پاکستان چائنه انسټیټیوټ د هڅو ستائنه كولو سره ووئيل دې سره به د سی پېک او بی آر آئی منصوبې پ?? ډاګه شي او دا به د دوه اړخيزه اړيكو له پياوړتيا كښې مرستياله هم ثابت شي۔ ده پاکستان چ??ئن?? انسټیټیوټ ته هرې ممكنه مرستې باور وركړو او د وزارت ټولو اړوندو برخو پ?? ټی وی، ریډیو پاکستان، اے پی پی، پی آئی ډی، ای پی ونګ، آئی پی ونګ، ډائرېکټو??ېټ آف الېکټرانک میډیا پبلی کېشنز او نورو ته يۍ هدايت وكړو چې هغه په خپل ملټی میډیا پلېټ فارمزد دې عكسي مقابلې كاميابولو له هره ممكنه مرسته وكړي۔ د پاکستان چائنه انسټیټیوټ مشر مصطفي سيد غونډې ته د عكسي مقابلې پ?? اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د ټائم لائن لمخې د “انفراسټرکچر اېنډ ډویلپمنټ، پیپلز اېنډ سټوریز او انوائرمنټل امپېکټ“ په کیټیګریز د پاکستان سی پېک او بی آر آئی منصوبو سره اړوند عكسونه تر 7 اكتوبر جمع كېدې شي۔ د مقابلې د ګټونكو اعلان به په 10 اكتوبر كولې شي۔ د انعامونو وېش دستوره به په 12 اكتوبر كولې شي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې پاکستان چ??ئن?? انسټی ټیوټ يو غېر سركاري او سياسي تھنک ټېنک دے كوم چې د پاكستان او چين د اولس ترمينځه اړيكو ته د ودې وركولو هڅې كوي۔ د پاکستان چ??ئن?? انسټیټیوټ ایوارډز ګټونكو لپاره به د چين دورې اهتمام هم كولې شي۔
د اطلاعات او خپرونو وزارت او پاك چائنه انسټيټيوټ په مرسته د سي پېك په منصوبو د ګرد هېواد په كچه د فوټو ګرافۍ مقابلې پېل٬ د اطلاعاتو وفاقي سېكتر ظهور احمد په مشرۍ كښې د انتظاماتو جاج واخستې شو
Another self-entertainment platform APP
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو