اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئيلي دي چ?? د ??هذيبونو د تصادم سوچ به د تهذيبونو ت??مېنځه په خبرو اترو كښې بدلول وي٬ د ام?? د نړيوال پلان جوړولو ضرورت دے٬ لوېديزو قوتونو تل د هغو نړيوالو مشرانو كمزورې كولو هڅه كړې كومو چې د نړيوالو طاقتونو د اجاره دارې په ضد غږ پورته كړے۔ ده ووئيل چې د نړيوالو طاقتونو معيشت د جنګ په اړه ټېكنالوجې سره تړون لري۔ ده دا خبرې د كيوبا د دورې په مهال د كيوبا د قومي اسمبلې صدر سره د خبرو په مهال وكړې۔ د سېنېټ چيئرمېن د كيوبا په دوه د پارلماني پلاوي مشري كوي په كوم كښې چې سناتور مشاهد حسېن سيد٬ ډاكټر جهانزېب جمالديني٬ شاهي ??يد٬ صلاح الدين ترمذي٬ ګيان چند٬ محسن عزيز٬ نثار محمد خان او د سېنېټ سېكتر امجد پروېز ملك شامل دي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې د كيوبا دوره كولو سره ډېر خوشحاله شوے۔ ده ووئيل چ?? د ??ېر كال نه ئې د كيوبا د دورې كولو او فيدل كاسترو سره د ليدنې خواهش لرلو۔ ده د كيوبا خلقو لپاره د فيدل كاسترو خدمات وستائيل۔ ده ووئيل چې پاكستان او كيوبا تل د سختې په وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې۔ د كيوبا حكومت د پاكستان د 1200 نه زياتو زده كوونكو ته وظيفې وركړې دي۔ ده ووئيل چ?? د ??واړو هېوادونو ت??مېنځه اړيكو ته د ودې وركولو ضرورت دے۔ده د كيوبا د اسمبلې صدر ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه
د تهذيبونو د تصادم سوچ به د تهذيبونو ترمېنځه په خبرو اترو كښې بدلول وي٬ د امن د نړيوال پلان جوړولو ضرورت دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم