اسلام آباد۔4جولائی (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان به نن د ګل په ورځ د ګوادر يوه ورځنۍ دوره كوي چرته به چې هغه د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو پېشرفت جاج اخستو سره سره د نورو مېګا پروژو بنياد هم كېږدي۔ د دورې په مهال به وزيراعظم عمران خان سره د وفاقي كابينې غړي هم وي۔ هيله ده چې د دورې په مهال به يو شمېر د تفاهم یادښتونه هم لاسلیک شي كومو كښې چې بلوچستان لپاره سولر جنرېټرز ګرانټ او د روزانه په بنياد د 12 لكه ګېلنه اوبو پاكولو پلانټ شامل دے۔ د اے پي پي د معلوماتو له مخې وزيراعظم ته به سيمه كښې په روانو پرمختيائي منصوبو بريفنګ وركولے شي۔ په دې موقعه به هغه اړوندو چارواكو او په سي پېك كار كوؤنكو خواري كښو سره د خيالاتو څرګندونه هم كوي۔ د دورې په مهال به وزيراعظم د نارت ګوادر فری زون ، د ګوادرایکسپو بلډنگ او نورو فېكټرو بنياد تيګه كېږدي۔ وزيراعظم به دستورې ته خطاب او ځائي وګړو سره به د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د وېډيو لنك د لارې هيله ده چې د چيني سرمايه كارو او د كوېت ٬ اومان ٬ مصر ٬ كينيا او قطر سفيرانو لخوا ګوادر كښې د سر مايه كارۍ اعلانونه هم وشي۔
وزيراعظم عمران خان نن د ګوادر يوه ورځنۍ دوره كوي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا