اسلام آباد11جون (اے پي پي) د پي آئي اے د حج څخه وړاندې د آپریشن وړومبے پړاؤ په كاميابۍ سره تر سره شو۔د پي آئي اے وياند د اړخه جاري بیان له مخې تيره شپه کراچۍ څخه جدہ ته آپریټ شوے د پي آئي اے آخري پرواز سره د حج څخه وړاندې آپریشن بشپړ شو،په مجموعي توګه د 171 پروازونو د لارې 35030 حج كوونكې حجاز مقدس ته رسيدلي ۔د پي آئي اے د حج څخه وړاندې آپریشن په 9 مئی پيل شوے ؤ كوم چې تر 11 جون روان ؤ ، د حج څخه وړاندې پروازونه کراچۍ ، اسلام آباد، لاهور ،ملتان، سیالکوټ څخه نيغ په نيغه چلېدل ، دغسې سکھر او کوئټه څخه حج كوونكې د کراچۍ په لاره جدہ ته رسيدلې ،171 پروازونو كښې 126 پروازونه د وخت څخه وړاندې روان شوي ۔وياند ووئيل د حج څخه وړاندې آپریشن كښې 45 پروازونه د موسم خرابۍ او آپریشنل وجوهات په سوب د تاخير ښكار شوي وو ۔وياند له مخې د پي آئي اے د حج نه پس آپریشن به په 20 جون پيل كېږي كوم به چې تر 21 جولائي روان وي۔
د پي آئي اے د حج څخه وړاندې آپریشن بشپړ شو،د 20 جون څخه به د راستنيدو پروازونه پيل كېږي۔وياند
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil