اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي ګرد هېواد څخه د زړه پوري ټيلنټ په نړيواله كچه د پاکستان ??مائندګي يو اعزاز دے٬ حکومت به په هېواد كښې د فټ بال ودې لپاره مكمل مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په دې وروستيو كښ?? په ناروے كښې د پاکستان ??مائندګي كونكې د غوره کارکردګۍ وړ سټريټ چائلډ فټ بال ډلې سره په خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ دوي سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې کپتان ??حمد عديل، ټاپ سکورر محمد کاشف، ټيم منېجر سيد محمد اوېس، د مسلم هېنډز ايګزيکټو ډائريکټر سيد جاوېد ګېلاني، ډائريکټر ګلوبل آپريشنز ارسلان ??صرت، کميونيکيشن ډائريکټر محمد ريحان طاهرهم موجود وٶ۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د انفارميشن ټيکنالوجي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان، د وزيراعظم کوآرډينيټرز رومينه خورشيد عالم او بدر شهباز سره سره اړوند لوړ پوري هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان سټريټ چائلډ فټ بال ډلې لوبغاړي په ګرده نړۍ كښې د پاكستان ??امه روښانه كوي٬ تاسو د پاكستان ځالانده ستوري يې٬ ستاسو بهترين کارکردګي د دې خبرې ګواهي وركوي چې د پاکستان ځوانانو ته كه موقع وركړې شي نو دوي ګردې نړۍ كښې خپل صل??حي??ونه څرګندولې شي۔ ده ووئيل حكومت به په بشپړه توګه ستاسو مرسته كوي۔ ده ووئېل پاكستان ??ښې به د فټ بال ودې لپاره هر ممكنه مرسته كوٶ٬ ډېر زر به پاكستان ??ښې د فټ بال ترقۍ لپاره د يو جامع پلان ??فاذ پېل كوو۔ دغسې وزيراعظم د مسلم هينډز د پاکستان سټريټ چائلډ فټ بال ودې لپاره د اقدامات ستائنه وكړ او٬ لوبغاړو د وزيراعظم مننه وكړه٬ وزيراعظم ته د مسلم هينډز لخوا پاكستان او ګرده نړۍ كښې د سټريټ چائلډ فټ بال لپاره په اقدامات بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته په ترجيحي بنيادونو د محكمانه لوبو په بشپړه توګه بحالولو سره د رپورټ وړاندې كولو امر وكړو۔
حکومت به په هېواد كښې د فټ بال ودې لپاره مكمل مرسته كوي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa