اسلام آباد۔29مئی(اے پی پی) د خزانې و??اقي وزير اسحاق چار وئيلي دي چې اسلامي ماليات او بې??كاري د بې وزلۍ په ختمولو او د ټولنې په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كولې شي٬ حكومت اسلامي مالياتي صنعت ته د ودې وركولو عزم لري٬ په قرآن كريم او د نبي علېه السلام په پاك سيرت كښې د نړۍ د معاشي مسئلو حل موجود دے۔ د ګل په ورځ د سېکورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان تر اهتمام لاندې د اسلامی کېپټل مارکیټ په سرخط نړيوال كنفرنس ته خپل خطاب كښې و??اقي وزير كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو غېر ملكي پلايوو مننه وكړه۔ د خزانې و??اقي وزير ووئيل د آئي اېف ډي د رپورټ له مخې دا مهال په ګرده نړۍ كښې د اسلامی بې??کارۍ او ماليات 1679 ادارې كار كوي په كومو كښې چې 560 اسلامی بې??کونه دي۔ دا مهال د اسلامي مالياتي ماركي?? حجم 4 ټرېلین ډالر دے او په دې كښې د كال 17 فیصده شرحې سره اضافه كېږي۔ تر كال 2026 به د اسلامي مالياتي ماركي?? حجم 5.9 ټریلین ډالر ته كه پاك پروردګار ته منظور وي ورسي۔ ملائشیا، سعودی عربستان٬ سنګاپور او اردن دا مهال د اسلامي ماليات او بې??كارۍ په لړ كښې تر ټولو وړاندې دي۔ ده ووئيل حكومت اسلامي ماليات او بنكارۍ ته وده وركولو له حكمت عملي جوړه كړې ده په كومه چې عمل روان دے۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د اسلامي بې??كارۍ او ماليات حجم په كال 2022 كښې نزدې 42 اربه ډالره وو په كوم كښې چې د نمو كلنه شرح 29 فيصده وه۔ ده ووئيل په 16 روایتی بې??كونو كښې د اسلامي بې??كارۍ څانګې پرانستې شوي دي۔ ده ووئيل اسلامي ماليات او بې??كارۍ ته ورده وركولو له 20 هدفونه ترسره كړې شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان حكومت اسلامی مالیات او بې??کارۍ ته وده وركولو او ربا ختمولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ وفاقی شرعی ??دالت سود څخه پاكې بې??كارۍ او معيشت لپاره د 5 كالو موده راكړې ده٬ سټېټ بې??ك او نېشنل بې??ك آف پاكستان زما په اپيل د وفاقي شرعي عدالت د پرېكړې په ضد په سپريم كورټ كښې دائر كړې خپل اپيل بېرته اخستې دې۔ ده ووئيل اسلامي ماليات او مساوات د ټولنې په اجتماعي ګټو اډانه لري۔ ضرورت د دې خبرې دې چې د اسلامی مالیات او بې??کارۍ لاندې دې اختراعي اسلامي مصنوعات وړاندې كړې شي د كوم قيمت چې منصفانه وي۔ ده ووئيل حكومت اسلامي مالياتي صنعت ته د ودې وركولو عزم لري٬ او د دې كنفرنس سفارشات او وړاندېزونه به د بجټ معاشي پالېسو جوړولو عمل برخه جوړ كړې شي۔
حكومت اسلامي مالياتي صنعت ته د ودې وركولو عزم لري٬ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د اسلامي كېپټل ماركيټس په سرخط نړيوال كنفرنس ته وېنا
Interesting Forest Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار