اسلام آباد 16 نومبر (اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي بايد د انصاف سپيځلې عمل د لارې د عمران خان غلا٬مني لانډرنګ٬بدديانتي٬اثاثو كښې د اضافې او د دروغو سازشي بيانيې پلټنې وكړې شي٬پاكستان كښې د قانون حكمراني ده٬نن په هېواد كښې يو هم سياسي بنديوان نشته٬د عمران خان په دور كښې ټول سياسي قيادت په زندان كښې ؤ ۔ده د شورو په ورځ د خبري كنفرنس په مهال د?? ووئيل عمران خان په خپلو مخالفينو تورونه لګولي او هغوي يې په زندان كښې اچولي وو او د د آرټيكل 6 كاروائي ??ې پیل كړې وه ۔د?? ووئيل كله څخه چې د عمران خان حكومت ختم شوے د هغه وخت نه تراوسه د هغه د اړخه بدديانتۍ وده موندلې٬عمران خان اول د امريكې سازش په اړه يو سائفر استعمال كړے اوس د هغې څخه په شا شوے ۔د?? ووئيل د پاكستان عزت او وقار ته عمران خان زيان رسولے ٬هغه په زړه پورې هڅه كړی چې هېواد ډيفالټ شي۔دې سره سره عمران خان د پاك پوځ افسرانو په ضد هم ناوړه الفاظ استعمال كړي۔ د?? ووئېل هغه سرلښكر ته د ټول عمري ايكسټينشن وركولو وړاندېز كړے ؤ ۔د?? ووئيل د الېكشن كمېشن د پريكړې نه پس ثابته شوې چې هغه درغلي كړی٬ټول تورونه درست ثابت شوي چې په نتيجه كښې يې عمران خان نااهل شوے ۔د?? ووئيل د آئي ??ېس آئي چيف د تقررۍ عمل چې پیل شو هغه وخت چې كوم معاملات روان وو هغه هم په رېكارډ دي۔ د?? ووئېل تېره ورځ د عمران خان په ضد چې كوم سكينډل رامخې ته شوے په هغې كښې مهمه خبره دا ده چې د سعودي ولي عهد د ډالۍ په توګه ګهړۍ وركړی وه٬د ملګري هېواد د مشر ډالۍ عمر له د ځان سره ساتلې كېږي۔ د توشه خانې په رولز كښې هم د خپلې خوښې تراميم شوي٬ د?? ووئېل بهر څخه چې كومې پيسې اخستلې شوې او كومې جمع كړی شوي د هغوي په نېټو كښې هم فرق دے ٬كومې روپۍ چې عمران خان د توشه خانې په اړه څرګندې كړی هغه په څه ډول پاكستان ته راغلي ٬ د?? ووئېل په څو روپۍ سودا شوې٬عمران خان معامله عدالت ته د وړولو خبره كړې ٬ مونږ د هغه هركلے كوو ٬ دې سره به ټول څيزونه او رېكارډ به اولس ته په ډاګه شي
بايد د انصاف سپيځلي عمل د لارې د عمران خان غلا٬مني لانډرنګ٬بدديانتي٬اثاثو كښې اضافه او د سازشي بيانيې پلټنې وكړې شي۔د دفاع وزير خواجه آصف
Wealth Forging APP Game Platform
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش