اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د شنګھائي تنظيم غړيتوب سره به د پاكستان معيشت نړيوال معيشت سره د پيوست كولو، د سرمايه كارۍ موقعې زياتولو او تجارت ته د ودې وركولو موقعې ترلاسه شي، چې ورسره د هېواد په مجموعي اقتصادي پرمختګ مثبت اصثرات مرتب كېدې شي۔ اقتصادي كارپوهانو وئيلي دي د اېس سي او غړے جوړېدل او د غونډو كوربتوب پاكستاني معيشت لپاره خوشبينه دي۔ اېس سی او مهم سيمه ايز تنظيم دے ، د دې په غړو هېوادونو كښې چين، روسيه ، هند او د منځنۍ آسيا هېوادونه په نړيوال معيشت كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د دې تنظيم پلېټ فارم څخه د پاكستان معيشت ته يو شمې?? ګټې ترلاسه كېدې شي۔ د اېس سي او د لارې پاكستان ته د چين ، روسيه او نورو هېودونو لخوا د سرمايه كارۍ نوې موقعې ترلاسه كېدې شي۔ په خاص توګه د چين لخوا په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ زياتېدو امكان دے۔ اقتصادي كارپوهانو ووئيل د اېس سي او غړو هېوادونو ??ره تجارتي اړيكې زياتولو سره د پاكستان برآمدات زياتېدې شي۔ پاكستان به د مينځنۍ آسيا هېوادونو ??ه رسنه ولري كوم چې د توان او معدنيات بلها پنګې لري۔ د اېس سي او پ?? پلېټ فارم د توان څانګه كښې همكاري وده موندلې شي۔ د ګاز او تېل لوظنامې سره به د پاكستان د توان حاجت ترسره كولو له مرسته ترلاسه شي۔ دوئي ووئيل د اېس سي او د لارې پاكستان ته د سيمې ايزې رابطې منصوبو كښې د برخې اغستو موقعه ترلاسه كيږي لكه د سړكونو ?? رېلوېز او بندرځايونو ??وړولو منصوبې كومې چې تجارتي تګ راتګ آسانولې او پ?? سيمه اييز تجارت كښې اضافه كولې شي
د شنګھائي مرستې تنظيم غړيتوب سره به د پاكستان معيشت نړيوال معيشت سره د تړلو موقعې ترلاسه شي: اقتصادي پوهان
Dragon Hatching Integrity Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ