اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي بلوچستان د پاکستان مهمه صوبه ده، په ماضي كښې مونږ ترهګري ختمه كړې وه او هېواد مو په معاشي توګه طاقتور جوړ كړے ؤ٬ مونږ پاکستان د نړۍ په وړومبنو شلو معيشتونو كښې اودرولو لپاره هڅې كولې٬ اوس هم لا وخت تللے نه دے ٬ ټول ګوندنه دې په ګډه كېښني۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې قائد ايوان سينيټر اسحاق ډار ووئيل دا هېواد زمونږ د ټولو دے٬ مونږ ټولو له به دا ساتل او قوي كول وي٬ اوس خبره د مرورتيا نه ډ??ر وړاندې تللې٬ مونږ له به په ګډه د سباٶن تګلاره جوړول وي۔ ده ووئيل تېره ورځ چې په بلوچستان كښې څه شوي په دې د هر پاكستاني زړه دړدېدلے دے، بلوچستان زمونږ د ټولو زړونو ته نزدې دے٬ نن په وفاقي كابينه كښې هم په دې تفصيلي خبرې شوي، ډېر زر به وزيراعظم بلوچستان ته ځي او داخله وزير هلته رسېدلے٬ د پاكستان رياست تسليموٶنكو ??ره خبرې اترې كېدې شي۔ ده ووئيل د غ??ونو څخه د بې ګناه كسانو د وژلو غندنه كوٶ٬ مونږ له په هر صورت ترهګري ختمول او امن را??ستل دي، په ماضي كښې د اے پي اېس نه وروستو سياسي ګوندونو په ګډه د ترهګرۍ د ختمولو لوظ كړے ٶ۔ ده ووئيل په ماضي كښې آپريشن ضرب عضب، آپريشن رد الفساد په كاميابۍ ??ره شوي، مونږ دې آپريشنز لپاره 1.25 اربه روپۍ په كلنه توګه وركړې كوم چې يو درست اقدام ٶ۔ ده ووئيل بيا په ماضي كښې تخښتېدلي ترهګر بېرته را??ستل شول٬ دا پرېكړه د تباهۍ وړ وه چې نتيجې ئې نن را??خې ته كېږي۔ ده ووئيل بلوچستان كښې چې څه وشول ھغه سم نه دي٬ ټول قام يو دے٬ د ترهګرو به خاتمه كوٶ۔ ده ووئيل څوك هم چې په دې پېښو كښې ككړ دي د ھغوي په ضد به رياست سخته كاروائي كوي۔ كوم كسان چې مرور دي ھغوي ??ره خبره كېدې شي خو كه په غرونو كښې په پټېدو په اولس بريدونه كوي نو دغه كسانو ??ره هېڅ ډول خبره نشي كېدې۔
دا هېواد زمونږ د ټولو دے٬ مونږ ټولو له به دا ساتل او قوي وي۔ نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار
Green Chili Pepper Official Entertainment Link
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ