اسلام آب??د 27 جون (اے پي پي) داخله چارو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن راجه خرم نواز وئيلي دي د ترهګرۍ لعنت خاتم?? لپاره به ټولو له كردار ادا كول وي٬ سياسي ګوندونه دې په اختلافات هېرولو د هېواد په سلامتيا كښې كردار ولوبوي۔ د زيارت په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل ټولو ته معلومه ده چې په سوات كښې چې كومه پېښه رامخې ته شوې او څه موده وړاندې د داسو ډيم ترهګرۍ پېښه شوې٬ بايد مونږ ټول د دې لعنت خاتم?? لپاره كردار ولوبوٶ دغسې چ?? خپل هېواد مخ په وړاندې بوځوو۔ ده ووئيل په ماضي كښې هم د ترهګرۍ پېښې شوې ٬ پخوانۍ وزيراعظمه بېنظير بھټو هم شهيده كړې شوې٬ اتيا زره پا??ست??نو د ترهګرۍ په ضد قربانۍ وركړي چې پكښې د پاك پوځ ځوانان هم شامل دي ۔ ده ووئيل د قام په حېث به مونږ له د ترهګرۍ مقابله كول وي٬ كه پوځي عمليات كېږي نو بايد ټول قام ئې بشپړ ملاتړ وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په پا??ست??ني سياست كښې د مخالفت برائے مخالفت كلتور وده مومي٬ دلته تعميري تنقيد نه كېږي بلكې تنقيد برائے تنقيد كېږي۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف چې لكه ??نګ?? پرون ٶئيلي دي ټولو سياسي ګوندونو له په ګډه مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده او ټولو سياسي ګوندونو له د اختلافات په هېرولو د هېواد سلامتيا لپاره كردار لوبول پكار دي۔
سياسي ګوندونه دې په اختلافات هېرولو د هېواد په سلامتيا كښې كردار ولوبوي۔ راجه خرم نواز
BG online reputation betting link
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ