اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د جمعيت علماء اسلام (ف) امير مولانا فضل الرحمن وئيلي دي خلق به هله ټېكس وركولو ته غارھ ږدي كله چي د دې خبرې باور ولري چې د دوي ټېكس د دوي په خېرښګره خرڅ كولې شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمل?? كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل زه د كال 1988 راهسې په ??ې ايوان كښې د بجټ منظورېدل وينم٬ هر حكومت بجټ اولس دوسته بولي او وائي چې دا بجټ به هېواد د پرمختګ په لور سم كړي٬ د دې خبرې جاج اخستو ته اړتيا ده چې د دې ټولو ادعاګانو باوجود هېواد 75 كاله پس په معاشي توګه په كومه در??ه كښې دے۔ ده ووئيل په دې بجټ كښې ټول پام ټېكس لګولو پلو ګرځولے شوے ، هرې څانګې، كاروبار او په تنخواه داره طبقه ټېكسونه لګولي شوي٬ دې سره به ګراني زياته شي۔ ده ووئيل بنيادي خبره دا ده چې مونږ قام څخه مطالبه كوٶ چې ټېكس وركړې چې د هېواد خزانه او معيشت قوي شي خو قام هم ځيني حقونه لري كوم چې به مونږ له وركول وي۔ ده ووئيل قام امن٬ د ځان او مال٬ عزت٬ د بشري حقونو تحفط او معاشي سوكالي غواړي٬ ده ووئېل هېواد كښې كه هر ځاے نه وي خو په زياتره سيمو كښې د اولس ستونزې زياتې شوي۔٬ د دې نه وړاندې د آپريشنز په نتي??ه كښې چې كومو خلقو كډه كړې نن ھغوي ستونزمند صورتحال سره مخ دي۔ ده ووئيل اوس خبره دې ته رسېدلې چې خلق د رو??ګار په فكر كښې دي او ستونزو سره مخ دي، رياست له د خپلو وګړو لپاره احساس لرل پكار دي او پخپلو دغه سيمو دې ډول ډول قدغنونه نه لګوي ٬ په دې صورتحال كښې به كله هم هېواد مستحكم نشي۔ ده ووئيل اولس به په ھغه صورت كښې ټېكس وركوي كله چې د اولس په حكومت باور وي چې ټېكس به د دوي په خېرښګړه خرڅ كولې شي۔ ده ووئيل د پاك پي ډبليو ډي خاتمې سره به د زرګونو په شمېر ملازمان بې رو??ګاره شي۔
د پاك پي ډبليو ډي خاتمې سره به د زرګونو په شمېر ملازمان بې روزګاره شي۔ مولانا فضل الرحمن
लकी कैट क्रेडिट एंटरटेनमेंट ऐप
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ