اسلام آباد18مارچ(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پا??ستان متحده عرب امارات سره تجارت٬سېلګرۍ او سرمايه كارۍ ته پا?? لرنې كولو سره سياسي خېرسګالي په مضبوطه اقتصادي شراكت دارۍ بدلول غواړي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخو جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د متحده عرب امارات سفير حماد عبيد ابراهيم سالم الزابي ملاقات وكړو ۔د متحده عرب امارات سفير وزيراعظم ته په بيا ټاكلے كېدو مباركي وركړه او د ده لپاره ئې د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زيد النهيان ??خو?? د نيكو خواهشاتو پیغام راورسولو او هيله ئې څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه به د ورورورلۍ اړيكې راتلونكو كلونو كښې لا قوي شي۔وزيراعظم په پېغامونو د متحده عرب امارات مشرتابه مننه وكړه او صدر شېخ محمد بن زيد النهيان٬نائب صدر شېخ محمد بن راشد المکتوم او نائب وزیراعظم شیخ منصور بن زید النهیان لپاره ئې د نيكې هيلې ولرلې۔د پا??ستان او يو اے اي د تاريخي اړيكو يادولو سره وزيراعظم ووئيل پا??ستان متحده عرب امارات سره خپلې د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔وزيراعظم ووئيل دواړو هېوادونو تل د يو بل مرسته كړې او دواړه هېوادونه اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره بشپړ خواهش لري۔وزيراعظم ووئيل پا??ستان متحده عرب امارات سره تجارت٬سېلګري او سرمايه كارۍ ته پا?? لرنې كولو سره سياسي خېرسګالي په مضبوطه اقتصادي شراكت دارۍ بدلول غواړي۔دغسې د متحده عرب امارات سفير د خپل هېواد مشرتابه ??خو?? د پا??ستان سره د تړون توثيق وكړو او وئېل ئې چې متحده عرب امارات لا قوي اړيكو لپاره د وزيراعظم محمد شهباز شريف حكومت سره په ګډه د كار كولو په انتظار دے۔دغسې سفير د شيخ محمد بن زيد النهيان ??خو?? وزيراعظم ته زر تر زره د يو اے اي دورې بلنه وركړه۔د دورې بلنه قبلولو سره وزيراعظم د يو اے اي صدر ته هم زر تر زره د پا??ستان دورې كولو د بلنې پخلے وكړو
پاكستان متحده عرب امارات سره سياسي خېرسګالي په قوي اقتصادي شراكت دارۍ بدلول غواړي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات سفير سره ملاقات كښې خبرې
Cocktail Night Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب