اسلام آباد 18اکتوبر(اے پی پی)خارجه وزير جليل عباس جيلاني د شورو په ورځ په جده كښ?? د ??سلامي مرستې تنظيم ايګزېكټو كمېټۍ هنګامي وزارتي غونډه كښې د پاكستان پلاوي مشري كړی ده ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې دا غونډه د پاكستان او سعودي عرب په شريكه توګه رابللې وه چې پكښ?? د ??زه بحران او هلته دمحصور وګړو په بشري صورتحال د خيالاتو څرګ??دو??ه شوی۔په خپل بيان كښې خارجه وزير په غزه د اسرائيلي جارحيت او د غېر انساني ناكه بندۍ سخته غندنه كړی چې په نتيجه كښې يې وژنې او تباهۍ كېږي او خلق بې كوره كېږي۔ده تېره ورځ د غزه په يو روغتون د اسرائيل بريد كښ?? د ??ې ګناه وګرو د قتل عام غندنه هم كړی۔ده په دې خبره زور راوړو چ?? د ??سرائيل قابض ځواكونه د نړيوال بشري حقونو قانون خلاف ورزي كوي او د هغوي د طاقت غېر متناسب استعمال جنګي جرائم او د انسانيت په ضد د جرمونو مترادف دي ۔ده د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغوي اسرائيل د دې جرمونو ځواب وركونكې وګرځوي۔خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې اسرائيل په سمدستي توګه جنګ بندي٬د غزه محاصره ختمولو ته مجبور كړي او فلسطينيان د خپلو كورونو څخه د جبري ويستلو مخ نيوے وكړي۔ده د فلسطين اولس او د هغوي حق خود ارادايت لپاره د پاكستان لخوا د يووالي او ملاتړ پخلے وكړو۔په دې موقع خارجه وزير د ګيمبيا٬ايران٬كويت٬سعودي عرب او د تركيې خارجه وزيرانو سره هم ملاقاتونه كړي دي ۔
خارجه وزير جليل عباس جيلاني د او آئي سي ايګزيكټو كمېټۍ هنګامي وزارتي غونډه كښې ګډون٬د غزه بحران او د محصور شوو وګړو په بشري صورتحال د خيالاتو څرګندونه
Mermaid’s Treasure Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : گرم سے زیادہ گرم