اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د ټول هېواد غوندې په اسلام آباد كښې هم د خوږ وطن د آزادۍ ډائمنډ جوبلي جشن لمانځلو لپاره تيارۍ په بشپړه توګه روانې دي٬د وفاقي ترقياتي ادارې لخوا به په مهمو سركاري ودانيو او په نجي كچه په تجارتي مركزونو رڼاګانې راجوړولې شي۔د اګست مياشت پیل كېدو سره هر خوا ته قومي بېرغ په نظر راځي او په فضاګانو كښې قومي ترانه او ملي نغمې اورېدلې كېږي۔د اسلامي جمهوريه پاكستان جوړېدو 75 كاله ترسره شوي او ټول قام به )(سبا)د اګست په 14مه نېټه د هېواد د آزادۍ د ډائمنډ جوبلي جشن په ملي جوش او جذبه لمانځي۔په دې لړ كښې په سركاري او نجي كچه د دستورو لړۍ روانه ده۔د پارليمان په ودانۍ كښې هم كنونشنز كولې شي۔په نجي او سركاري كچه د جشن آزادۍ دستورې كولې شي۔په دستورو كښې د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح٬شاعر مشرق او مفكر پاكستان ډاكټر علامه محمد اقبال او د آزادۍ تحريك د مشرانو ملګرو ته پېرزوينې وړاندې كولې شي۔د اسلام آباد ميټرو پولټين كارپورېشن لخوا د جمعې په ورځ د اګست په 12مه نېټه په فاطمه جناح پارك كښې دستوره وشوه چې پكښې د بېلا بېلو سكولونو ماشومانو ګډون وكړو او ټولو په ګډه په 10 زره مربعه فټ د قامي بېرغ انساني شبيه جوړه كړه۔د پاكستان پوسټ لخوا د پاكستان د ډائمنډ جوبلي په موقع د ډاك يادګاري ټكټ جاري كړے شو۔په تجارتي مركزونو لارو او كوڅو او مهمو لويو لارو د قامي بېرغونو سټالونه لګېدلي او په دې د خلقو ګڼه ګوڼه ده٬خلقو په ګاډو٬كورونو او ودانيو قامي بېرغونه لګولي٬ دغسې په تعليمي ادارو كښې د آزادۍ په مناسبت دستورې روانې دي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د جمعې په ورځ د ماشومانو كنونشن هم رابللے وو۔
په اسلام آباد كښې د خوږ وطن د آزادۍ د ډائمنډ جوبلي جشن لمانځلو لپاره تيارۍ روانې دي
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ