د دفاع نګران وزیر لیفټیننټ جنرل (ر) انور علی حیدر سره د فرانس سفیر نكولس ګیلی ملاقات


پينډۍ 06 نومبر (اے پي پي) د دفاع نګران وزیر لیفټیننټ جنرل (ر) انور علی حیدر سره د فرانس سفیر نكولس ګیلی ملاقات كړے چې پكښې د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواكونو ترمينځه په مرسته زياتولو زور راوړلے شوے۔د دفاع وزیر په دې خبره رڼا واچوله چې پاكستان فرانس سره خپلي اړيكې مهمي ګڼي۔ د دفاع وزير ووئيل پاكستان سيمه كښې استحكام او امن لپاره لوزظي دے او په خاص توګه افغانستان او هند سره اړېكو ته خاص پام لرنه كوي۔د دفاع وزیر ووئيل پاكستان دوه اړخيزه د شريكې خوښې په ټولو چارو فرانس سره په ګډه كار كوي۔ده ووئيل ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ په شان د نړيوالو چیلنجونو مخنيوي له مرسته زمونږ د دوه اړخيزه اړيكو مهمه برخه ده۔ وفاقی وزیر په دې خبره رڼا واچوله چې پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ سخته غندنه كوي۔ خاص ميلمه سيمه ايز استحكام كښې د پاكستان كردار وستائېلو او د پاكستان سره هر ډول سفارتي مرسته لا زياتولو له ئې د خپل كردار ترسره كولو باور وركړو