پېنډۍ 28 جنوري (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د جمعې په ورځ د لاهور ګېرېژن دوره كړې۔ په دې موقع سرلښكر ته د كور هېډكوارټر د فارمېشن په بېلا بېلو آپرېشنل او د تربيې په چارو بريفنګ وركړے شو۔ د دې نه پس سرلښكر جنرال باجوهد LUMS، FCU، UET، LSE، PU او د GCU د وائس چانسلرز٬ فېكلټۍ غړو او زده كوٶنكو سره خبرې اترې وكړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر د پاکستان د سباٶن په قيادت او د كارامد وګړو په تيارۍ كښې د دې ټولو تعليمي ادارو د اهم كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل تعليم، صحت، انفراسټرکچر٬ صنعت او د ماحولياتو په څانګو كښې د بشري وسائلو پرمختګ ډېر ضروري دے۔ سرلښكر په دې خبره ټېنګار وكړٶ چې ذاتي مفاداتو لپاره ناسم معلومات خپرول نه يوازۍ غلط فهمۍ پېدا كوي بلكې د دې څخه معاشرتي همغږۍ ته هم خطر دے۔ ده د دښمن ځواكونو د عزائم ناكامه كولو لپاره د متحد پاتېدو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل چې د پاکستان ځوانان ډېر صلاحيت لري٬ دوي ته مناسبې موقعې او سازګار ماحول په ترلاسه كېدو به دوي هېواد د پرمختګ او سوكالۍ په لور بوځي۔ په دې موقع كوركمانډر لېفټيننټ جنرال محمد عبد العزيز هم موجود ٶ۔
د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د لاهور ګېرېژن دوره
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن