اسلام آباد 23 فروری(اے پی پی)پاكستان په لويديزه پوله كښې د اسرائيل قابضو ځواكونو د ظالمانه كاروائي غندنه كولو سره د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كړی چې هغوي اسرائيل د فلسطينيانو په ضد د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو لپاره ځواب وركونكے وګرځوي او په سباؤن كښې دا ډول غېر قانوني كاروائي مخ نيوي لپاره ضروري اقدامات وكړي۔د خارجه دفتر وياندې له مخې پاكستان په لويديزه پوله كښې د اسرائيل قابضو ځواكونو د اوسنۍ چهاپې سخته غندنه كوي چې په نتيجه كښې يې د يو ځوان پشمول لږ تر لږه 11 فلسطينيان شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوي٬دا ډول ظالمانه كاروائي د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو خلاف ورزي ده۔د پاكستان حكومت او اولس د ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كوي او په دې بريد كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كوي۔دې ووئيل مونږ د فلسطيني اولس د ملاتړ پخلے كوو او د كال 1967 نه وړاندې په پولو د يو داسې آزاد فلسطيني رياست جوړولو غوښتنه كوو د كوم چې پايه تخت مشرقي يروشلم وي
پاكستان په لويديزه پوله كښې د اسرائيل قابضو ځواكونود ظالمانه كاروائي غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت