اسلام آباد 17 دسمبر(ا?? پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير علي زيدي سره په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ ليدلي دي۔د چين سفير نونګ رونګ او وفاقي وزير علي زيدي د سي پېك د توان پروژو او د ګوادر په ترقۍ د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ ملاقات كښې د دواړو ترمينځه د پاكستان او چين د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه ??شو?? چې پكښې د كراچۍ په كمپري هينسوكوسټل ډوېلپمنټ زون٬ګوادر سولر پينل٬اېسټ بے ايكسپرېس وے او پاك چائنا ټېنيكل اينډ ووكېشنل انسټي ټيوټ په پروژو غور وشو۔دواړو په دې پروژو د كار په تندولو اتفاق وكړو۔په دې موقع وفاقي وزير علي زيدي ووئيل د ګوادر خلك به د دې پروژو څخه بې شمېره ګټه ترلاسه كړي٬په پروژو كښې د روزګار پراخا موقعې٬معياري سړكونه٬??ست??ګنې٬روغتيا او د تعليم آسانۍ شاملې دي۔د چين سفير نونګ رونګ ګوادر لپاره د دې پروژو په اهميت خبرې وكړې۔په دې موقع د چين سفير وفاقي وزير علي زيدي ته د چين په سفارتخانه كښې د دې پروژو پرمختګ او د بشپړېدو په اړه د لا خبرواترو بلنه وركړه۔
د سمندري چارو وفاقي وزير علي زيدي سره په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وليدل
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات