اسلام آباد۔5 اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي وئيلي دي چې بريد كوؤنكو سره به كله هم مذاكرات كولې نه شي٬ د كے پي وزیر اعلیٰ حد څخه تجاوز كوي او د موجوده صورتحال ذمه وار دے٬ د مظاهرچيانو لخوا په پوليس ډزې او شيلنګ وكړے شو ٬ په مظاهرچيانو كښې ?? افغان وګړو نيول ك??دل انديښمن دي٬ د دې پلټنې كوؤ۔ د خالي په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ??ه ووئيل په هېواد كښې ?? خپلو خلكو احتجاج بيله خبره ده ٬ په پوليس ډزې وكړې شوې او اوښكې بهوؤنكي ګېسونه هم وكارولې ??ول۔ 80 څخه زيات پوليس اهلكار ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل ك??م كسان چې احتجاج ته سولييز وائي هغوي دې وګوري چې د شرخوښو لخوا فائرنګ څنګه وكړې شو۔ ده ووئيل دا تفصيلات هم رامخې ته شوي دي چې باقاعده وسلې ??ره بېلو ډلو ته هدايات جاري كړې شوي دي۔ ده ووئيل په مظاهرچيانو كښې ??فغان وګړي هم شامل دي۔ ده ووئيل مونږ به په هېڅ صورت اېس سي او كنفرنس سبوتاژ كېدو له ورنكړؤ۔ ده ووئيل د دې ټول صورتحال ذمه وار د كے پي وزيراعلی دے كوم چې په اسلام آ??اد د بريد كوؤنكې ډلې مشري كوي۔ ده ووئيل هغه وزيراعلی دے خو هغه له به ددې قيمت ادا كول وي۔ ده خبردارې وركړو چې كه املاكو ته د زيان رسولو لړۍ روانه وساتلې ??وه او لائن څخه يۍ تجاوز وكړو نو دا به زغملې نه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??ه ووئيل هغه د صوبائي حكومت مشر دے مونږ هغه ته دې څخه د ډډې كولو وئيلي خو هغه په كومه بل ??يج??ډا عمل ك??ي۔ ده ووئيل رېنجرز او پوځ تعينات كړې شوې دې۔ نور نفري به هم تعينات كوؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ??ه ووئيل شواهدو څخه دا معلومه شوې چې د ده مقصد د اېس سي او كنفرنس سبوتاژ كول دي٬ ده ووئيل بريد كوؤنكو سره مذاكرات نه شي كېدې۔ ده ووئيل دا خبره ښكاره ده چې وزاعلی له حد څخه تجاوز كوي۔ ده د اسلام آ??اد وګړو ته معذرت كولو سره ووئيل هغوي بايد په دې خبره پوهه شي چې داسې ولې ??و د چا د لاسه كولې ??ي۔ ده ووئيل زمونږ پوليس وسله نه لري او احتجاج كوؤنكو سره وسله ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ??ه ووئيل څوك چې وګړے ګرځولے شو هغه اېبټ آ??اد څخه احتجاج لپاره راغلے ؤ۔
بريد كوؤنكو سره به كله هم مذاكرات كولې نه شي ٬ په پوليس ډزې او شيلنګ وكړے شو ٬ په مظاهرچيانو كښې د افغان وګړو نيول كيدل انديښمن دي: محسن نقوي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز