اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي ريور راوي ډويلپمنټ منصوبه د لاهور ماحول پاكولو د پاکستان وړومبۍ ګرين سټي منصوبه ده ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د رېور راويډويلپمنټ منصوبې چيف اېګزېكټو افيسر عمران امين ٬ د اېل ډي اے وائس چيئرمېن اېس اېم عمران سره خبري كنفرنس ته وكړه۔ ده ووئيل د ماضي واكمن د دې منصوبې په پېل كولو كښې پاتي راغلي، د تحريك انصاف حکومت په دې منصوبه ك??ې ځانګړے پېشرفت كړے۔ ده ووئيل د تېرو 40 كالو راهسې لاهور په تندۍ سره د منصوبه بندۍ نه غېر خپرېږي٬ چې ورسره ماحولياتي مسئلې رامخې ته شوي٬ د زمكې دننه اوبه ??ړې شوي چې په سبب ئې بېلا بېل رنځونه خپرېږي۔ ده ووئيل په كال 2001٬ 2007 او 2014 كښې لاهور سره د نوې ښار جوړولو تجويزونه وركړے شوے ؤ خو د ماضي واكمن د دې منصوبې په پېل كولو كښې پاتي راغلي او د عمران خان حكومت د دې منصوبې پیټے پورته ك??ے ، وزيراعظم عمران خان په دې منصوبه ك??ې ذاتي خوښي لري او په دې لړ كښې 70 غو??ډې شو??٬ وزيراعظم ماحول دوست كاركن دے۔ ده ووئيل حكومت په يو لك 2 زره اېكړه زمكه نوے ښار آبادوي۔ ده ووئيل د دې منصوبې په وړومبي پړاٶ كښې بولي ترسره شوې او 13 لويو كمپنو د كنسورشيم په سپيځلي ډول دا بولي ترلاسه ك??ې٬ دا منصوبې به په 29 فيز كښې بشپرولې شي۔ده ووئېل کنسورشيم سره به رسمي لوظنامه په راتلونكې اوونۍ كښې لاسليك شي۔ ده ووئيل په دې مصنوبه ك??ې به د نړيوال معيار ټول سهولتونه موجود وي۔ په دې موقع د راوي اربن ډويلپمنټ اتهارټۍ چيف ايګزېكټو افيسر عمران امين د منصوبې په خدوخال رڼا واچوله۔
ريور راوي ډويلپمنټ منصوبه د لاهور ماحول پاكولو د پاکستان وړومبۍ ګرين سټي منصوبه ده۔ د ډاکټر شهباز ګل خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena