اسلام آباد۔26 اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ رياض كښې خپل سعودي ??مڅنګ شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود سره ملاقات وكړو۔ دواړه خارجه وزيرانو د ملګرو ملتونو او او آئي سي په فورمونو د دوه اړخيزه اړيكو په زياتولو اتفاق وكړو۔ د خارجه دفتر لمخې خارجه سېكتر او د سفارتخانې سينئر عهدېداران هم په دې موقعه موجود وو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ماحوليات حوالې سره د نړيوال ك??فرنس په كولو خپل سعودي ??مڅنګ ته مباركي وركولو سره ووئيل ??ا كنفرنس په دې سيمه كښې د خپل نوعيت اولنې كنفرنس دے۔ هغه هيله څرګنده كړ?? چې دې كنفرنس سره به د منطقې هېوادونو ته د ماحولياتي بدلونو اغېز مخنيوي لپاره د سيمه ايز نقطه نظر په خپلولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه اړيكو سره سره د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې وكړې۔ دوئي دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو له د خپل عزم پخلې هم وكړو۔ خارجه وزير خپل سعودي ??مڅنګ په افغانستان كښې د رامخې ته كېدونكي انساني بحران خطر څخه خبرولو سره په افغانستان كښې د تلپاتي امن او معاشي استحكام لپاره د نړيوالې ورورولۍ لخوا د كوټلې او فعاله ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو۔
د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي خپل سعودي همڅنګ شهزاده فېصل بن فرحان آل سعود سره ملاقات ٬ د ملګرو ملتونو او او آئي سي په فورمونو د دوه اړخيزه اړيكو په زياتولو اتفاق
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا