اسلام آباد۔ 14اپرېل(اے پی پی)قامي اسمبلۍ سپريم كورټ ته په خپلو پريكړو نظرثانۍ لپاره آسانيو وركولو له د سپريم كورټ ريويو آف ججمنټس اينډ آرډر بل 2023 منظوري وركړې ۔د جمعې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د مسلم ليګ(ن)غړې شزه فاطمه خواجه تحريك وړاندې كړو چې سپريم كورټ له په خپلو پريكړو نظرثانۍ لپاره د آسانۍ وركولو بل 2023 باندې دې غور وكړے شي ۔د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئېل د آئين آرټيكل 188 سپريم كورټ ته اختيار وركوي چې هغه په خپلو پريكړو نظرثاني كولې شي۔په پارليمان كښې به په دې اړه قانون سازي نه كېږي۔ده ووئيل دا بل هم ډېر مهم دے او په لويې محنت سره جوړ كړے شوے۔ده ووئيل د دې منظورۍ څخه كوم هم وګړي ته د آئين له مخې د ترلاسه حقونو تحفظ باوري كېدې شي۔ده ووئېل قانون سازي د ايوان اختيار دے۔ده ووئيل پارليمنټ چرته هم د ادارې په دائره كار كښې مداخلت نه دې كړے۔تل مداخلت د هغه خوا شوے۔د دې بل څخه به د لاكهونو خلقو سلب حقونه هغوي ته ترلاسه شي۔وفاقي وزير خرم دستګير ووئيل د دې بل تعلق د خلقو آئيني حقونو څخه دے٬مونږ د دې بل ملاتړ كوو۔د دفاع وزير خواجه محمد آصف ووئيل مونږ سپريم كورټ قوي ليدل غوارو دغسې چې هلته د خلقو 51 زره زيرالتوا كيسز پريكړه وكړې شي۔ده ووئيل د ادارو متحارب كېدو لړۍ بندېدل پكار دي٬ادارې كسان چلوي٬پارليمان د جمهوريت مور ده۔د پاك پوځ سرلښكر د آئين او وزيراعظم چوكۍ په اړه چې كوم ريماركس وركړي هغه خوشبينه دي٬دا د پارليمان لپاره يو مهم موړ دے۔ده ووئيل ادارو له د سياست څخه ډډه پكار ده٬د قانون وزير وېنا سمه ده چې مونږ د چا په دائره كار كښې مداخلت نه كوو٬خو مونږ دا هم نه غواړو چې څوك د پارليمان په كار كښې هم مداخلت وكړي۔دغسې شېزه فاطمه بل ايوان ته وړاندې كړو د كوم چې د قانون وزير اعظم تارړ مخالفت ونه كړو۔د ايون څخه د تحريك منظورۍ نه پس سپيكر پرله پسې د بل د ټولو شقونو منظوري ترلاسه كړه او د دې نه پس شېزه فاطمه خواجه تحريك وړاندې كړو چې د سپريم كورټ ريويو آف ججمنټس اينډ آرډر بل 2023 دې منظور كړے شي۔دغسې قامي اسمبلۍ په اتفاق سره د بل منظوري وركړه۔
قامي اسمبلۍ د سپريم كورټ ريويو آف ججمنټس اينډ آرډر بل 2023 منظوري وركړه
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ