اسلام آباد۔12اکتوبر(اے پی پی) په پاكستان كښې د چين سفير جیانګ زېډونګ وئيلي دي د بي آر آئي د لارې به معاشی اور دفاعی امنيت پياوړے شي٬ پاكستانے اولس معاشي ستونزو سره مخ دے خو دا به به لږه موده كښې ختمې شي٬ پاكستان د كركيلې او معدنيات په څانګه كښې د پرمختګ پراخه موقعې لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده بي آر آئي سیمینار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ چینائي سفیر ووئيل بي آر آئي د هېوادونو ترمينځه د تعلق ښه كولو منصوبه ده۔ پاکستان سره به د كركيلې ٬ آئي ټي ٬ سائنس او ټېكنالوجي او د معدنيات په څانګو كښې همكارۍ ته وده وركولې شي۔ چينائي سفير ووئيل پاكستانے اولس معاشي ستونزو سره مخ دے خو دا ستونزې د لږې مودې لپاره دي ٬ پاكستان د كركيلې او معدنيات په څانګو كښې د پرمختګ پراخه امكانات لري۔ پاكستان سره به په دې څانګو كښې پېداوار زياتولو او دې كښې جدت راوستلو له مرسته كوؤ۔ ده ووئيل د سي پېك لاندې تلپاتې پرمختګ زيات مهم دے۔ ده ووئيل د منصوبه بندۍ وزارت په زړه پورې پالېسۍ جوړې كړي۔ موافق پالیسيو او حالاتو ته بايد لا پراختيا وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستان بلها قدرتي وسائل لري ٬ مونږ پاكستان څخه زيات مصنوعات درآمد كول غواړؤ۔ ده ووئيل برآمدات كښې زياتوالي له به غوره پالېسۍ جوړول او عملي ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل چينائي وګړو او كار كوؤنكو ته د امنيت په وركولو د پاكستان مننه كوو۔ ده ووئيل په امنيتي وضعه كښې بدلون رامخې ته كېږي له دې كبله زيات محتاط به پاتې كېدل وي۔ ده ووئيل دا يو مهم سيمينار دے او دې څخه به زه ډېرڅه زده كړم۔
د بي آر آئي د لارې به معاشي او دفاعي امنيت پياوړے شي ٬ پاكستانے اولس معاشي ستونزو سره مخ دے خو دا به په لږه موده كښې ختمې شي ٬ په پاكستان كښې د كركيلې او معدنيات څانګو كښې د پرمختګ پراخه امكانات موجود دي٬ د چين سفير
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea