د برېسټ كینسر تاخیر سره تشخیص له امله په پاكستان كښې د كال 44 زره كسان په حق رسي، معذوره كسانو له د هغوې د اهليت او پوهې له مخې هنر، تربیت او نوكرو وروكولو ته اړتيا ده۔بیګم علوی


اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن بیګم ثمینه علوی وئيلي دي چې پاكستان كښې هر كال تقریباً 44000 ميرمني د برېسټ كینسر تاخیر سره تشخیص له امله په حق رسي، كه د دې تشخیص وشي نو تر 98 فیصده ژوندې پاتې كيدو امكانات وي دغسې ګڼ شمير ميرمني او د هغوي كورنۍ بچ كيدې شي،په پاكستان كښې د دې رنز ابتدائی علامات په اړه د خبرتيا كمې دې او په نتيجه كئې ئې دا رنز په خاموشۍ سره خپريږي او بيا د مرګ سبب وګرځي۔دې د اتوار په ورځ پاكستان فارن آفس ویمنز ایسوسی ایشن (پفوا) كلن چیریټی بازار په موقع خطاب كولو۔په دې موقع په اسلام آباد كښې مېشته سفارت كارو كورودانو د خپل خپل هېوادونو كلتور ، خوراك او فن پارو عكاسی كونكي اسټالز لګولې ؤ۔چیریټی بازار څخه ترلاسه شوې آمدن د خارجه وزارت كم آمدن لرونكو ملازمانو ښېګړې لپاره به كارولې شي۔وړومبۍ ميرمن ووئيل ما د برېسټ كینسر په اړه يو كوټلې او په ټول هېواد كښې د خبرتيا كمپائن پيل كړې دې۔زمونږ په وړاندې يو لوئ چیلنج د هېواد لري پرتو سيمو كښې مېشته ميرمنو ته دا پیغام ورسول ؤ۔

متعلقہ مضامین