وزیرِاعظم محمد شهباز شریف شینزن كښې د نانشان ون اسټاپ سروسز سینټر او شینزن ایګزیبیشن میوزیم دوره وكړه


شینزن 05 جون (اے پي پي) وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په شینزن كښې د نانشان ون اسټاپ سروسز سینټر او شینزن ایګزیبیشن میوزیم دوره وكړه او په موقع ئې وفاقی وزيرانو او اړوندو پاكستانو چارواكو ته د نانشان ون اسټاپ سروسز سینټر سره د خبرو اترو كولو او پاكستان كښې د داسې جدید نظام جوړولو لپاره تګلارې ته د حتمي شكل وركولو سپارښتنه وكړه۔د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې نانشان ون اسټاپ سروسز سینټر ته په رسيدو د شینزن نانشان ډسټركټ د پیپلز ګورنمنټ پارټي غړي او ډپټی مئیر لی زنها د وزیر اعظم هركلے وكړو۔ د نانشان ون اسټاپ سروسز دورې په مهال وزیرِاعظم ته د كمپنیو د يو چھت لاندې رجسټریشن او نورې كارروائی په اړه په ډیجیټل نظام تفصیلي بریفنګ وركړے شو ۔وزیرِاعظم نانشان ون اسټاپ سروسز كښې د كمپنی او كاروبار رجسټریشن لپاره د جدید نظام ستائنه وكړه۔وزیرِاعظم د انفارمېشن ټیكنالوجۍ وزیر مملكت شزه فاطمه خواجه، د انفارمېشن ټیكنالوجی سیكرټري او اړوندو چارواكو ته پاكستان كښې د دې ډول نظام معارفي كولو لپاره په سمدستي توګه د نانشنان ون اسټاپ سروسز چارواكو سره د خبرو اترو او د چین په مرسته پاكستان كښې په سمدستي توګه د داسې سینټر جوړولو لپاره پاكستانو چارواكو ته د ضروري اقدامات سپارښتنه وكړه۔وزیرِاعظم د شینزن ارتقاء او پرمختګ په اړه د جوړ كړے شوي شینزن ایګزیبیشن میوزیم دوره هم وكړه۔د دورې په مهال وزیرِاعظم ته د شینزن پرمختګ په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔وزیرِ اعظم د میوزیم د بيلو برخو څارنه وكړه او د شینزن په لږه موده كښې د پرمختګ مزل ئې وستائېلو۔