اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د سېفران وفاقي وزير محمد طلحه محمود د پاكستان حكومت لخوا د افغانستان زلزله ځپلو لپاره د پاكستان د مرستې سامان دوهم كهيپ افغان ناظم الامور سردار محمد شكيب ته ??پارلے دے ۔د سامان سپارلو دا دستوره د جمعې په ورځ په نور خان ايئربيس پینډۍ كښې وشوه۔په دې موقع د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ ??نرل اختر نواز هم موجود ؤ ۔د دې نه علاوه د پاكستان خارجه وزارت او افغان ايمبيسي چارواكو هم ګډون كولو۔د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ ??تهارټي د مرستې دوهم كهيپ كښې خيمې او د خوراك څيزونه شامل دي كوم چې د پي اے اېف سي -130 ايئر كرافټ د لارې روان كړے شوي۔د دستورې په وخت په افغانستان كښې د زلزلې پ?? مهال په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كولو سره وفاقي وزير ووئيل پاكستان په دې سخت وخت كښې د افغانستان حكومت ته ?? مرستې باور وركړے او خارجه وزارت٬نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ ??تهارټي(اېن ډي اېم اے) او نورې ادارې د مرستې سامان رسنې لپاره افغان چارواكو سره په نزدې رابطه كښې دي۔ افغان ناظم الامور د زلزله ځپليو لپاره په سمدستي مرسته لېږلو د پاكستان حكومت مننه وكړه۔د يادونې وړ ده د پاكستان وزيراعظم په ه??ايت اېن ډي اېم اے په افغانستان كښې د زلزله ځپليو لپاره د مرستې سامان وړومبے كهيپ د جون په 23مه نېټه كا?? 2022 د روډ د لارې لېږلے ؤ ۔
د افغانستان زلزله ځپليو لپاره د پاكستان د مرستې سامان دوهم كهيپ افغان ناظم الامور ته وسپارلے شو
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ