د نجكارۍ عمل كښې سپيځلتيا ته به تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي٬ د سركاري ملكيتي ادارو نجكارۍ سره به د ټيكس وركوؤنكو پيسه بچت شي او د خدمات وركولو معيار له به مرسته ترلاسه شي٬ وزيراعظم شهباز شريف


اسلام آباد۔14مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ټولو وفاقي وزارتونو ته د نجكارۍ په اړه د ضروري كارروائۍ تر سره كولو او نجكاري كمېشن سره د مرستې امر كولو سره وئيلي دي د نجكارۍ عمل كښې سپېځلتيا ته به تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي٬ د سركاري ملكيتي ادارو نجكارۍ سره به د ټيكس وركوؤنكو پيسه بچت شي او د سروسز وركولو معيار له به مرسته ترلاسه شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپله مشرۍ كښې د نجكارۍ وزارت او كمېشن چارو په اړه د جاج اغستو مهمه غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې د دفاع او هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه آصف، د خزانې او محصولاات وفاقي وزير محمد اورنګزیب ، د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ٬ د توان وفاقي وزير اوېس احمد خان لغاري ٬ د نجكارۍ وفاقي وزير عبد العليم خان ٬ د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه ، د وزيراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل او اړوندو سركاري اعلی چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د نجكارۍ وزارت او د نجكارۍ كمېشن لخوا د نجکارۍ پروګرام 2024 څخه تر 2029 روډ مېپ وړاندې كړے شو۔ وزیراعظم د غونډې په پېل كښې ګډون كوؤنكو ته دا خبره ښكاره كړه چې د اسټرېټجک سرکاري ملکیتی ادارو نه بغېر به د ټولو سركاري ملكيتي ادارو نجكاري كولې شي۔ ده ووئيل د اسټرېټجک سرکاري ملکیتی ادارو نه ځانله پاتې ټولې سركاري ملكيتي ادارې كه هغه ګټورې دي يا په خساره روانې دي پرائیویټائز كولې به شي۔ په دې لړ كښی وزيراعظم ټولو وفاقي وزيرانو ته د ضروري كارروايۍ كولو او نجكاري كمېشن سره د مرستې هدايت وكړو۔ ده ووئيل د حكومت كار كاروبار كول نه بلكې داسې چاپېريال باوري كول دي چرته چې كاروبار او سرمايه كاري كوؤنكو لپاره آسانۍ برابر كړې شي۔ ده ووئيل د حکومتي ملکیتی ادارو نجکارۍ سره به د ټېكس وركوؤنكو پېسه بچت شي او دې سره به د سروسز معيار پياوړے كولو له مرسته ترلاسه شي۔ وزيراعظم په سختۍ سره هدايت وكړو چې د نجكارۍ عمل كښې سپیځلتيا ته به تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كولې شي۔ ده د پاکستان انټرنېشنل ایئر لائنز کمپنی لمېټډ د نجكارۍ په اړه د بډنګ په شمول د ټولو مهمو پړاؤونو په ټي وي د نېغ په نېغه خپرولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم زياته كړه چې د نورو ادارو د نجكارۍ عمل پړاؤنه به هم نېغ په نېغه په ټي وي ښودلې شي۔ غونډه كښی د سركاري ملكيتي ادارو د نجكارۍ په اړه بشپړ بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د پی آئی اے نجکارۍ اړوند پری۔کوالیفکېشن عمل به د مئي تر پايې بشپړ كړے شي۔ غونډې ته دا هم ووئيل شول چې د روز ویلټ هوټل نجکارۍ په اړه د ضروري مشاورت عمل روان دے۔ دغسې متحدہ عرب امارات سره د فرسټ وېمن بېنک لمېټډ ګورنمنټ ټو ګورنمنټ ټرانزېکشن روان دے۔ غونډې ته ووئيل شول د برېښنا وېش كمپنۍ په نجکاری پروګرام 2024-2029 كښې شامل كړې شوي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته ووئيل شول خسارې سره مخ سركاري ملكيتي ادارې به په ترجيحي بنيادونو پرائیوټائز كولې شي۔ دغسې د نجکارۍ عمل ګړندے او فعاله كولو له په نجكاري كمېشن كښې د كار پوهانو پری کوالیفائیډ پېنل تعیناولے شي۔

متعلقہ مضامین