اسلام آباد 24 مارچ (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند وئېلي دي چې په پاكستان كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډه د پاكستان د سفارت كارۍ او په اسلامي نړۍ كښې د اسلام آباد د قائدانه كردار تاريخي واقعه ده٬پاكستان د كوم بلاك د برخه جوړیدو نه بغېر امن او استحكام٬د دوستۍ ګاونډيتوب او پرمختګ ته وده وركول غواړو۔د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل د 48مې غونډې په اړه ووئيل چې كنفرنس په لحاظ كامياب و٬دا د پاكستان د سفارتكارۍ تاريخي ايونټ و??په غونډه كښې د غړو هېوادونو تر??ين??ه د اقتصاد٬سائنس او تكنيك په څاڼكو كښې د مرستې اهميت په ډاګه كړې شوې٬د اسلامي امت په چېلنجونو قابو موندلو لپاره د اسلامي هېوادونو تر??ين??ه شركت ضرورې ګرځولې شوې۔وياند ووئيل چې كنفرنس په واضحه توګه پېغام وركړې چې اسلامي نړۍ په شخړو كښې نه بلكې په امن كښې شركت غواړي۔د خارجه وزيرانو كونسل يو ځل بيا په او آئي سي كښې د پاكستان د مشرۍ د كردار اعتراف كړې۔وياند ووئيل چې په او آئي سي كښې د پاكستان د ځانګړي كردار اندازه د دې نه لګېدې شي چې په غونډه كښې د او آئي سي غړو او مبصر هېوادونو د نړيوالو او سيمه ايزو هېوادونو د 800 نه زياتو استازو??په وزارتي كچه د 45 نه زيات ګډون كونكو٬ اعلٰی چارواكو او استازو ګډون كړې۔د چين خارجه وزير وانګ يې د خاص مېلما په توګه غونډې ته رابللې شوې و۔په غونډه كښې د فلسطين او كشمير شخړو په اړه قرارداد د كشمير رابطه ډلې لخوا جامع شريكه اعلاميه او ايكشن پلان٬د افغانستان په اړه د انساني همدردۍ ټرسټ فنډ فعاله كول په اسلامو فوبيا د او آئي سي د خاص استازي ټاكنه په سوئېلي آسيا كښې ?? امن او سلامتيا د خطرو په اړه قرارداد٬د مارچ په 9مه نېټه د هند د مېزائل فائر كېدو په پېښه اندېښنه د پاكستان لخوا په اسلامي نړۍ كښې ?? امن و??ه او د شخړو مخ نيوي په غرض د وزارتي كنفرنس رابللو تجويز ځانګړې كاميابۍ دي
په پاكستان كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډه د پاكستان د سفارت كارۍ او په اسلامي نړۍ كښې د اسلام آباد د قائدانه كردار تاريخي واقعه ده۔ د خارجه دفتر وياند بريفنګ
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر