ترك خارجه وزير هاكان فيدان اسلام آباد ته راورسيد


اسلام آباد۔19مئی (اے پی پی) د تركيه خارجه وزير هاكان فيدان د پاكستان په دوه ورځنۍ سركاري دوره د اتوار په ورځ اسلام آباد ته راورسيد۔ د خارجه دفتر لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې افغانستان او لوئيديزې آسيا لپاره د پاكستان خارجه سېكتر سفیر احمد نسیم وړائچ ترک خارجه وزير ته هركلے ووے۔ د خپل دورې په مهال به خارجه وزير هاكان فيدان وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات او نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق سره بشپړه خبرې كوي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو د صورتحال او د دواړو ترمينځه په سباؤن كښی د اعلی كچې ملاقاتونو د تياريانو جاج به اخستلې شي۔