اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس د سخت سېلاب له امله د ځپلي پاكستان سره د يووالي څرګندونې لپاره(نن)د جمعې په ورځ د پاكستان دوه ورځنۍ دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل به د 9 نه تر 10 ستمبر د پاكستان دوره كوي ٬ د دې مقصد په ټول هېواد كښې د سختو بارانونو او سېلاب له امله د شوي تباهۍ او قدرتي آفتونو په مهال د پاكستان حكومت او اولس سره د يووالي څرګندونه كول دي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس به د دورې په مهال د پاكستان مشرتابه او اعلٰی چارواكو سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به هغه د موسمياتي بدلون څخه د شوې تباهۍ په قامي او نړيوال ردعمل د خيالا??و څرګندونه كوي۔سېكرټري جنرل به د موسمياتي بدلون تباهۍ څخه تر ټولو زياتو ځپليو سيمو دوره هم كوي چرته به چې هغه د بې كوره شوو كورنيو او په ځپليو سيمو كښې د رېسكيو او د مرستې كاروائيو كوونكو سره خبرې كوي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د پاكستان دوره سره به د دې قدرتي آفت په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان او په لويه پېمانه د شوې تباهۍ په اړه نړيوالې بيدارۍ ته لا وده ترلاسه شي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل دا دوره به د 33 ملين ځپليو پاكستانيانو بشري او نور ضروريات لپاره هم آهنګ او كوټلي نړيوال ردعمل زياتولو له مرستياله ثابت شي۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل به د پاكستان دورې په مهال د سېلاب له امله د ځپليو سيمو بحالۍ او بيا ??غو??ې پړاؤ او سباؤن كښې د موسمياتي بدلون مخ نيوي لپاره د پاكستان تل پاتې نړيوال ملاتړ او اهميت هم رامخې ته كړي
د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريس به د جمعې په ورځ د پاكستان دوه ورځنۍ دوره كوي
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری