اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم ??حمد شهباز شريف وئېلي دي د تجديد وړ توان د پاكستان سباؤن دے٬د متبادل توان څخه ارزانه برېښنا پېدا كېدې شي كومې څخه به چې په اولس د ګرانۍ بوج كم شي۔د وزيراعظم آف?? مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ د چين كمپنۍ زونرجي پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔د پلاوي مشري ايګزېكټو ډائرېكتر او صدر زونرجي كارپورېشن رچرډجے ګاؤ كوله۔وزيراعظم ??وئيل د پاكستان د درآمدۍ بل لويه برخه د برېښنا پېدا كولو لپاره ګران ايندهن درآمد كولو باندې خرڅ كېږي٬د دې زرمبادلې لپاره ضروري ده چې مونږ د تجديد وړ توان پلو لاړ شو۔وزيراعظم ??وئيل د شمسي توان پروژو په اړه د شورو په ورځ يو پري بډنګ كنفرنس اسلام آباد كښې كېږي۔وزيراعظم ??وئيل پاكستان او چين ښه ملګري دي٬چين په هر داخلي او خارجي محاذ د پاكستان ملاتړ كړے او چين د پاكستان اقتصادي راهدارۍ چې د چين پروژې بېلټ اينډ روډ انشيټيو برخه ده د لارې په پاكستان كښې د انفراسټركچر جوړولو٬ صنعت او بېلو څانكو كښې سرمايه كاري كوي۔وزيراعظم ??وئيل مونږ قائداعظم سولر پاور بهاولپور 300 مېګاواټ پروژه رېكارډ موده كښې ترسره كړی وه او زمونږ به په سباون كښې هم دا هڅه وي چې مونږ د تجديد وړ توان په خاص توګه سولر٬ونډ انرجي په اړه سرمايه كارۍ ته وده وركړو۔په ملاقات كښې د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالك حسې??٬د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير٬د قانون وفاقي وزير اعظم ??ذير تارړ٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر جهانزېب خان٬ظفر الدين محمود او فهد حسېن ګډون كولو۔زونرجي كارپورېشن لخوا وزيراعظم ته د فلډ رېليف فنډ لپاره چېك هم عطيه كړے شو
د تجديد وړ توان د پاكستان سباؤن دے٬د متبادل توان څخه ارزانه برېښنا پېدا كېدې شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين كمپنۍ زونرجي پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری