وګړو ته د آئين او قانون له مخې سهولتونه وركول د دوي حق دے ٬ د بې دركه كسانو د مسئلې حل به په ګډه راوباسو۔ سېنېټر اعظم نذير تارړ


اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي٬ د تېرو څلورو لسيزو راهسې هېواد ستونزو سره مخ دے٬ د بې دركه كسانو معامله دومره آسانه نه ده٬ دا يو شمېر اړخونه لري٬ د دې مسئلې قانوني حل سره سره به د ټولو شراكتدارو سره په ګډه د دې سياسي حل هم راوباسل وي، د پاکستان آئين او قانون وګړو ته چې كوم سهولتونه وركوي د ھغې نه هېڅ سرغړونه نه ده ځكه چې دا د دوي حق دے٬ د بې دركه كسانو په اړه د ماضي حكومت كار كړے او يوه پارلماني كمېټي ئې جوړه كړې٬ د ترهګرۍ ښكار شوو شهيدانو كورنۍ هم تحفظات لري٬ د بې دركه كسانو نزدې اته زره كېسونه حل شوي٬ د بې دركه كسانو د مسئلې حل كښې د حكومت په سنجيدګۍ كښې هېڅ كمې نه دې راغلے٬ په سوشل ميډيا٬ بحث٬ په بيړه كولو او عدالتي احكامات سره شپه په شپه دا مسئله نشي حل كېدې٬ په دې اوس هم ډېر كار كولو ته ضرورت دے٫ ټولو شراكتدارو سره په مشاورت به دا مسئله هم حل كړې شي۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ سره په خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د بې دركه كسانو په اړه ووئيل دا مسئله د ډېرې مودې راهسې په سياسي٬ قانوني او عسكري حلقه جات كښې يوه حساس مسئله ګڼلې كېږي او په دې خبرې او تنقيد كېږي او په دې غږ هم پورته كېږي۔ ده ووئيل د هېواد په قانون او آئيني نظام كښې چې بنيادي حقونو ته كوم تحفظ ترلاسه دے ٬ د شك نه غېر حكومت د خپلو ذمه وارو بشپړ احساس لري۔ ده ووئيل كه مونږ په دې مسئله خبره كوٶ نو دا هم په ذهن كښې ساتل پكار دي چې د بده مرغه د تېرو څلورو لسيزو راهسې پاكستان جنګ ځپلې منطقه كښې د فرنټ لائن كردار لوبولے٬ زمونږ جغرافيائي صورتحال هم داسې دے او زمونږ ګاٶنډي هېوادونو سره په تېرو څلورو پنځو لسيزو كښې چې كومې معاملې راغلي د هغې په سبب هم د پاكستان كورنۍ مسئلې زياتې شوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو او اولس بلها قربانۍ وركړي۔

متعلقہ مضامین