اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) ??ار??مان په انتخابي اېکټ 2017 كښې د لا بدلون كولو بل “انتخابات ترميمي بل دوئم” په اكثريت سره منظور كړے او د مخالفې ډلې لخوا وړاندې كړے شوے بدلون مسترد كړے شوے چې مخالفې ډلې پرې واك آٶټ كړے، د دې بل منظورۍ نه پس به ټولټاكنو كښې الېكټرانك ووټنګ مشينان كارولې شي او سمندر پورې پاكستانانو ته به د ووټ حق ترلاسه شي۔ د شورو په ورځ د ??ار??مان شريكه غونډه كښې ډا??ټر با??ر اعوان په دې لړ كښئ غور كولو ل??ار?? تحريك وړاندې كړو ٬ د دغې نه پس ايوان څخه د بل شق وار منظوري واخستې شوه٬ په شق 2 اپوزيشن غړي محسن داوړ لخوا بدلون وړاندې كړے شو چې ډا??ټر با??راعوان ئې مخالفت وكړو٬ ده ووئيل دا بل د ډېرې مودې راهسې راروان دے ٬ په دې بل درې مياشتې په سېنېټ كښې غور شوے ٬ دوي په دې كښې تاخير كول غواري٬ دا بدلون غېر ضروري دے٬ په دې بايد د ايوان رائے معلومه كړې شي ٬ دغسې په اكثريت سره دا بدلون مسترد كړے شو۔ د دې نه پس د اپوزيشن لخوا په چېلنج كولو ووټنګ وكړے شو او د ت??ريك په حق كښې 221 او په مخالفت كښې ئې 203 رائے رامخې ته شوې او دغسې د ت??ريك منظوري وركړې شوه۔ په دې موقع اپوزيشن د بيا شمېرې كوول غوښتنه وكړه او په ايوان كښې ئې شور شروع كړو او د سپيكر د ډائس نا چاپېره اودرېدل ٬ دغسې سپيکر سارجنټ اېټ آرمز يو ځل بيا راوغوښتل چا چې د سپيكر ډائس پخپل حصار كښې واخست۔ دغسې ډا??ټر با??ر اعوان چې دوېم بدلون پېل وړاندې كولو نو په دې تاج حې??ر خپل بدلون وړاندې كړو او با??راعوان ئې مخالفت وكړو٬ سپيکر د با??ر اعوان بدلون ايوان ته وړاندې كړو او په اكثريت سره بدلون منظور كړے شو او د ت??ج حېدر بدلون په يوه خله مسترد كړے شو ٬ په شق (3) كښې درې بدلونونه شامل وو ٬ دغسې با??ر اعوان خپل بدلون وړاندې كړو كوم چې منظور كړے شو٬ سېنېټر مشتاق احمد خان بدلون وړاندې كړو چې ډا??ټر با??ر اعوان ئې مخالفت وكړو او مشتاق احمد خان بدلون مسترد كړو۔ ډا??ټر با??راعوان د انتخابات په اېکټ 2017 كښې د لا بدلون كولو بل د انتخابات ترميم دوېم بل 2021 منظورۍ له وړاندې كړو كوم چې غونډې په يوه خله منظور كړو٬ د دې بل له مخې به سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووت حق ل??ار?? الېكشن كمېشن ته د نادرا او نورو اېجنسيو تكنيكي معاونت ترلاسه وي۔ د دې بل له مخې به الېكټرانك ووټنګ مشينان هم اخستلے شي۔(
پارلمان په انتخابي اېکټ 2017 كښې د لا بدلون كولو بل “انتخابات ترميمي بل دوئم” په اكثريت سره منظور كړو ٬ د مخالفې ډلې لخوا وړاندې كړے بدلون مسترد كړے شو
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa