اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئیلي دي چې قائد اعظم محمد علي جناح د پاکستان او ماؤزے تنګ د عصري چین بنياد اېښودلے٬ د پاکستان او چین تاریخي اړیکې د متقابل احترام او اعتماد په بنسټ جوړې شوې دي، د پاکستان او چین د ټولو موسمونو ستراتیژیک شراکت نوې بامونو ته رسي٬ د نړیوالې سولې او سوكالۍ لپاره پ??کستان او چین یو ځاے کار کولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نوموړي چينايي هنرمند او ??جس??ه ساز ماسټر یوآن شیکم سره د ملاقات او په 25 دسمبر د قائد اعظم او په 26 دسمبر د ماؤزے تنګ د سالګرې مناسبت سره د هغوی د اسكلېچرز (??جس??و) نندارې او هغې څخه د پردې پورته کولو دستورې ??ه خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د چيئرمېن ماؤزے تنګ ورېره مادام ماؤ شياؤچنګ هم موجود وه۔ د ماسټر یوآن جوړې كړې شوې د قائد اعظم محمد علي جناح او چيئرمېن ماؤ زے تنګ ??جس??و حوالې سره د ځانګړې دستورې اهتمام په 25 دسمبر د قائداعظم او په 26 دسمبر د ماؤزے تنګ سالګرې مناسبت سره وكړے شو۔ وزیراعظم پاکستان ته په راتللو ماسټر یوآن ته تود هركلے اووے۔ وزيراعظم د قائد اعظم او چیئرمین ماؤ د ??جس??و په جوړولو د ماسټر یوآن مننه او د هغه د فن ستائنه وكړه۔ وزیراعظم وویل چې دا يوه تاريخي دستوره ده ٬ د دواړو لارښودو ??جس??ې د يوآن د مهارت او پوهې ښكاره ثبوت دي۔ ده وويل قائد اعظم د برصغیر پاک وهند د مسلمانانو مشري كولو سره د نوي اسلامي هېواد پاکستان بنياد كېښود۔ د عصري چين په بنياد اېښودلو كښې د چيئرمېن ماؤ مهم كردار ؤ۔ د چيئرمېن ماؤ زے تنګ عزت او احترام د هر پاکستانی په زړه کښې دے۔ وزیر ا??ظم وویل چې د پاکستان او چین ترمنځ تاریخي اړیکې د متقابل احترام او اعتماد په بنياد دي٬ چین او پاکستان دواړه د پخواني تاریخي میراثونو ساتونکي دي۔ زموږ تمدنونه زرګونه کاله پ??واني دي۔ ده وويل د روان کال جون مياشت كښې په شيان كښې كوټا واريئر موزیم ته لاړم كوم چې يوه تاريخي ورثه لري۔ ده ووئيل د پاکستان وادي سندھ د پخوانۍ تاریخ مسکن دے۔ په موهنجودړو او هړپه کښې زرګونه کاله پ??وانے انساني تاریخ پټ پروت دے۔ ده وويل د چین د وزیر ا??ظم لی کی چیانګ د پاکستان د روان كال دورې سره د د دواړو هېوادونو مثالي اړيكې لا مستحكم شوې٬ د پاكستان او چين د ټولو وختونو ستراتیژیک شراکت نوې بامونو ته رسېدلي دي۔ د نړیوالې سولې او سوكالۍ لپاره پ??کستان او چین په ګډه کار کولے شي۔ وزیراعظم شهباز شریف وویل د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبې سره د دفاع ٬ دفاعي پېداوار او كركيلې په څانګو كښې همكاري لا پياوړې كيږي۔ پاكستان څخه د كركيلې په څانګه كښې د ګرېجوېټ اولنے بېج چينائي اېګرېكلچر پوهنتونونو كښې تربيه او تحقيق لپاره ډېر زر چين ته روانيږي۔ وزيراعظم د پاكستان د مؤسس قائد اعظم محمد علي جناح او د چيئرمېن ماؤ ??جس??ې قيمتي ډالۍ وګرځولې۔ ماسټر يوآن دستورې ??ه خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان ته په راتللو ماته زيا??ه خوشحالي شوې ده۔ قائد اعظم محمد علي جناح او چيئمېن ماؤزے تنګ ستر لارښود دي۔ د هغوي قدر او احترام زه د هغوي د ??جس??و په جوړولو مجبور كړم۔ ده ووئيل د سي پېك لس كلونو په بشپړ كېدو د دواړو لارښودو ??جس??ې جوړول ما لپاره د وياړ خبره ده۔ دې څخه وړاندې ده وزيراعظم شهباز شريف ته په خپل لاس جوړې كړې د دواړو لارښودو ??جس??ې د ډالۍ په توګه وړاندې كړې۔ په دستوره كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاء تارړ، د وزیراعظم مرستیال طارق فاطمي، په پ??کستان کښې د چین سفیر جیانګ ژی ډونګ، په چین کښې د پاكستان سفير خلیل هاشمي او نور ا??لی چارواکي موجود وو۔
قائداعظم محمد علی جناح د پاکستان او ماؤزے تنګ د عصري چين بنياد كيښود: وزيراعظم شهباز شريف
Super Hit Credibility Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania